جلال اباد (پژواک ٢٤ کب ٩١): د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران شکايت کوي، چې په يادې ولسوالۍ کې دولتي چارواکي د بيارغونې مخه نيسي.
د دې ولسوالۍ لسګونه قومي مشران په همدې موخه د کب په ٢٤مه د ننګرهار ولايت مقام ته په شکايت راغلي وو.
د حاجي تاڼه دار په نوم يوه قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هسکې مېنې ولسوال د مريض کنډو په سيمه کې د سړک جوړېدو مخه نيولې ده.
هغه زياته کړه، چې د ياد سړک چارې اتيا سلنه ترسره شوي، خو په دې وروستيو کې ولسوال د شرکت کار کوونکو ته ويلي، تر څو چې د والي امر ونه لري تر هغې کار نه شي کولى.
تاڼه دار وايي: ((له شرکت سره د وزارت امر شته، خو د دې په خاطر چې يو څو روپۍ ورنه وشکوي دا جنجال يې ورته راپورته کړى دى.))
د نوموړي په وينا، وسله وال مخالفين د دغه سړک او بيارغونې مخه نه نيسي، خو په خپله د دولت ولسوال دغه کار کوي.
د يادې ولسوالۍ يو بل قومي مشر قاري حسن وايي، چې له ډېرې مودې وروسته يې د سيمې سړک جوړيږي، خو د دې پر ځاى چې دولت يې امنيت ونيسي، خنډونه ورته رامنځته کوي.
دى وايي، چې څه موده وړاندې هم د ولسوالۍ څو کسانو د سړک چارو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي و، خو وروسته بيا غلي کېناستل.
هغه زياته کړه: ((زما غوښتنه دا ده، چې په دې بيارغونه کې هېڅ کار مه لرئ، پرېږده چې رغونه وشي.))
قومي مشر ملک اعتبار وايي، چې ولسوالۍ ته څېرمه د يوې بلې ودانۍ، چې د جرګو لوى تالار دى، هم يې د ولسوال له لوري مخنيوى شوى دى.
دى وايي، په دې مسئله کې يواځې ولسوال ګرم نه دى، بلکې يو شمېر نور چارواکي شته چې غواړي، له جوړونکي شرکت څخه خپله برخه واخلي.
نوموړي زياته کړه: ((اکثره شرکتونه چارواکو ته په پروژه کې برخه ورکوي او کله چې برخه ور نه کړي نو بيا دا ډول ستونزې را ولاړوي.))
ملک اعتبار وايي، که چېرې دولت د دا ډول بيارغنيزو کارونو مخنيوى کوي، نو ښايي دغه عمل د دولت او ولس تر منځ واټن لاپسې زيات کړي.
خو د هسکې مېنې ولسوال اسرار الله قاري زاده پژواک اژانس ته وويل، چې د بيارغونې د کارونو په مخنيوي کې هېڅ شخصي هدف نه لري او نه هم د کومې پټې موخې لپاره ياد کارونه دروي.
دى وايي، دوه مياشتې وړاندې ورته د ننګرهار د والي له لوري يو مکتوب ورغلى او د مکتوب له مخې دوى دغه کارونه بند کړي دي.
ولسوال زياته کړه: ((په مکتوب کې ليکل شوي، چې هېڅ پرمختيايي پروژه د والي له لاسليک پرته نه شي عملي کېداى، که هغه وزارت هم وي بايد د والي لاسليک په کې موجود وي.))
ولسوال زياتوي، که څه هم دغه شرکت ته له وزارت څخه امر ورکړل شوى و، خو د والي لاسليک په کې نه و موجود، نو دى اړ شو، چې کارونه يې ودروي.
خو د سړک جوړوونکي شرکت يوه کارکوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل، د ولسوالۍ د يو مامور له لوري ورته ويل شوي وو، چې يو څه پيسې ورکړي تر څو له ولايت څخه ورته د کار کولو امر واخلي.
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي پژواک اژانس ته د يادې موضوع په اړه وويل، چې څه موده وړاندې يې يو مکتوب ولسواليو ته استولى و، خو دغې ولسوالۍ ته متحدالمال مکتوب تللى او سر له ننه به د ياد شرکت کارونو ته اجازه ورکړي.