جلال اباد (پژواک ٢٦ کب ٩١): د کابل-جلال اباد لويه لار د لغمان اړوند د درونټې تونل په دوه سوه مترۍ کې د غره ښويېدو له امله نن په دويمه ورځ هم د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ۲٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له سختو بارانونو وروسته وړمه شپه لس بجې د لغمان اړوند سيمه کې د درونټې تونل په دوه سوه مترۍ کې د کابل لور ته د غره يوه برخه ښويېدلې وه.
نوموړى وايي، چې له پرون راهيسې د سړک خلاصولو هڅې روانې دي خو تر اوسه يې يواځې د سړک يو لورى خلاص شوى، خو د دې لپاره چې په کار کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي، موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د ځواک په وينا، تر اوسه يې په ياد سړک باندې موټرو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې؛ ځکه چې په بشپړ ډول لاره نه ده پرانيستل شوې، خو واړه موټر کولی شي، چې د قرغيو ولسوالۍ له بای پاس سړک څخه په ګټې اخيستنې چې درونټه او سرخکان سره نښلوي تګ راتګ وکړي.
نوموړي زياته کړه، کېداى شي تر نن ماښام پورې دغه لاره پرانيستل شي.
ځواک وايي، چې اوسمهال په سيمه کې د لغمان د فوايد عامې امريت، د ننګرهار د فوايد رياست او د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورم حمايوي کنډک منسوبين په کار بوخت دي، تر څو لاره د ترافيکو پر مخ خلاصه کړي.
خو د هغه په وينا، د را پرېوتي غره د حجم زياتوالی، د لويو تېږو شتون او د کافي وسايلو نشتوالی هغه څه دي، چې د کار د چټکتيا مخه يې نيولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP