مزارشريف (پژواک ٢٧ کب ٩١): د بلخ ولايت چارواکي وايي، چې د نوي لمريز کال د نوروز په جشن کې به د تېرو کلونو په پرتله ډېر خلک ګډون وکړي او له همدې امله يې په امنيتي تدابيرو کې هم خورا بدلون راوستی دی.
د نوي كال د نوروز په جشن کې، چې د بلخ ولايت په مزارشريف کې د روضې د جنډې پورته کولو ، چې د ګل سرخ مېلې په نوم ياديږي، هر کال د نورو کلونو په پرتله د ګډونوالو په شمېر كې زياتوالى راځي، د تېرو کلونو په پرتله د امنيت ښه والی او د سالنګ د لويې لارې خلاصون له امله به د نوي (۱۳۹۲) كال په يادو مراسمو كې هم د تېرو كلونو په پرتله ډېر خلك ګډون وكړي.
دغه څرګندونې د بلخ بېلابېلو چارواكو له پژواك خبري اژانس سره په ځانګړو مرکو کې کړې دي.
د هر كال د وري په لومړۍ نېټه، د بلخ په مركز مزارشريف كې د نوروز جشن د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايتمآب جنډه پورته کېږي.
په دغو مراسمو كې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي برخه اخلي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د کب په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی په تمه دي، چې د تېرو کلونو په پرتله به د نوي کال په جشن کې ډېر خلک برخه واخلي.
نوموړي زياته کړه، چې د مزارشريف ښار يو ميليون نفوس لري، له دې سربېره هر کال شاوخوا يو ميليون نورو کسانو د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر برخه اخيسته.
خو د والي وياند وويل: ((سږ کال حالات بدل دي، امنيت ډېر ښه شوی، موسم هم ښه روان دى، نو سږ کال امکان لري، چې د جشن د ګډون کوونکو شمېر له دوه ميليونه هم ډېر شي.))
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق هم پژواک ته وويل، چې سږ كال به د خلكو شمېر د تېرو كلونو په پرتله زيات وي.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو کلونو کې به د موسم د خرابوالي، د سالنګ د لارې بندېدو او د نسبي ناامنۍ له امله د جشن د ګډونوالو په شمېر کې هغومره ډېروالی نه راته؛ خو سږ کال دغه ډول ستونزې نشته.
د هغه په وينا، په راتلونکي جشن کې د خلکو د نه ګډون ټولې پلمې حل شوې دي.
د نوروز جشن د ښې نمانځنې په موخه هر كال د بلخ ولايت د مقام له خوا يو كمېسيون جوړېږي، چې نهه كمېټې لري.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد وويل، چې په دغه كمېسيون كې امنيتي، فرهنګي، د ښار د پاكوالي او ښکلا، د بيو د څارنې او كنټرول، روغتيايي او نورې كمېټې شاملې دي، چې مشري يې د بلخ والي عطا محمد نور كوي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د دغه جشن د فرهنګي چارو د سمبالښت مسووليت لري او د جشن د لا ښه نمانځلو په موخه يې چمتووالى نيولى دى.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، دوى په پام كې لري، چې د روضې د جنډې درونې په مراسمو كې د ګډونوالو لپاره فرهنګي، هنري او ادبي پروګرامونو په لړ کې سږ کال د بلخ د دوه پخوانيو شاعرانو کتيبې هم پرانيزي.
نوموړي زياته کړه، چې د سږني جشن په اوږدو کې به د روضې سوېل چوک کې د رابعه بلخي او د شمال چوک کې د حکيم ناصر خسرو بلخي کتيبې پرانيستل شي.
ده وويل، چې د كب له ۲۹ مې به د بلخ پوهنتون په تالار او نورو بېلابېلو ځايونو كې په وړيا توګه د جشن ګډونوال د بېلابېلو سندرغاړو له سندرو خوند واخلي.
د هغه په وينا، په دغو پروګرامونو كې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو پر سندرغاړو سربېره د تاجكستان، ازبكستان، هندوستان، د امريكا او ايران سندرغاړو ته هم بلنه وركړل شوې ده، چې هره ورځ به له سهاره تر شپې ناوخته پورې د موسيقۍ پروګرامونه د نوي كال د لومړۍ اونۍ تر پايه دوام ولري.
د بلخ د ښاروالۍ چارواكو هم، له څه مودې راهيسې د نوي كال د جشن لپاره د مزارشريف ښار د پاكوالي كار پيل كړى دى.
ښاروال يونس مقيم پژواک اژانس ته وويل، چې د كب مياشتې له ۱۵مې يې د پاكولو ډلې د ښار په پاکولو بوختې دي.
هغه زياته كړه، چې د هر نوي كال د كب په ۲۸مه، د ښاروالۍ له خوا د ښار د پاكوالي لپاره حشر نيول كېږي، چې په كې د ښاروالۍ د بېلابېلو ادارو د كاركوونكو ترڅنګ عام وګړي هم په افتخاري ډول برخه اخلي.
د مزارشريف ځينې اوسېدونكي د نوي كال د جشن لپاره د ښار په پاكوالي خوښ دي، خو غوښتنه كوي، چې بايد په عادي وختونو كې هم د پاكوالي دغه لړۍ روانه وي.
د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونكي محمد بشير پژواك ته وويل، چې رښتيا هم د نوروز په شپو ورځو كې د مزار ښار ښه پاكېږي.
د هغه په وينا، كه چېرې د ښاروالۍ چارواکي دغه پاكوالى هر وخت همداسې وساتي، نو د ښار د پاك ساتلو هنر به په خلكو كې ژوندى شي.
خو د مزار ښاروال يونس مقيم پژواک اژانس وويل، چې دوى د كال په اوږدو كې هم د پاكوالي چارې روانې ساتي؛ خو په ځانګړو ورځو كې بايد پاكوالى هم ځانګړى رنګ ولري.
هر کال د نوروز جشن د تياريو په لړ کې د مزارشريف ښار د بيارغونې چارې هم ګړندۍ وي.
ښاروال وويل، چې په روان کال کې په مزارشريف ښار کې د ښاروالۍ او د فوايد عامې وزارت له خوا ۵۰ کيلومتره سړکونه قير کړای شوي دي.
نوموړي همداراز د ښار د نوې دروازې د جوړېدو يادونه وکړه او ويې ويل، چې د بيهقي او فردوسي عمومي سړکونه يې دوه کړي دي.
د نوروز د نمانځنې په موخه د حضرت علي كرم الله وجهه روضه هم په ځانګړې توګه سينګارېږي.
د مزار ښاروال د روضې د ښکلا په هكله وويل، چې ډېر ژر به د روضې په ښکلا باندې كار پيل شي.
د نوموړي په وينا، ټوله روضه به د برېښنا پر وړو وړو ګروپونو وپوښل شي او د روضې د شاوخوا سړكونو څلورلارو كې به هم همدا شان ګروپونه وځړول شي.
هغه وايي، چې دغه ګروپونه د شپې له خوا روضه او شاوخوا سيمه يې روښانه ساتي، چې د جشن په شپو كې ښار ته يوه ځانګړې ښكلا ورکوي.
مقيم زياته کړه، چې د كب له لومړۍ نېټې يې د مزارشريف د ټولو هوټلونو او مسافرخانو كتنه په دې موخه پيل كړې، چې هر هوټل او مسافرخانه د پاكوالي پام وساتي.
په مزارشريف كې څه باندې شل د ښه معيار لرونکي هوټلونه او مسافرخانې شته، چې دا مهال په چمتوالي بوختې دي.
روضې ته څېرمه د فردوسي هوټل او مسافرخانې څښتنان محمداسماعيل پژواك اژانس ته وويل، چې دوى هر كال د نوروز جشن لپاره د هوټل د پاكوالي ترڅنګ د ښه ښكاره كېدو په موخه هوټل ته نوى رنګ هم وركوي.
نوموړي وويل، چې د كب له لومړيو ورځو يې د هوټل د پاكوالي او رنګولو چارې پيل كړې دي.
د روضې د جنډې درونې مراسمو لپاره د ګډونوالو د امنيت په موخه د بلخ امنيتي چارواكي هم پر امنيتي چارو بوخت دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ چارواكي وايي، چې د نوي کال په جشن کې د خلکو د ډېر ګډون اټکل شوی او همدا لامل دی، چې دوی هم له تېرو کلونو څخه په خوار بدلون امنيتي تدابير نيولي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواك اژانس ته وويل، چې په تېر جشن کې د امنيت په موخه ۳ زره سرتېري ګومارل شوي وو؛ خو سږکال ۶ زره سرتېري ګومارل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې همداراز په تېرو کلونو کې به د بلخ ولايت شاوخوا ۶ امنيتي حلقې جوړېدې، چې سږ کال ۱۰ امنيتي حلقې جوړې شوې دي.
د هغه په وينا، دغه حلقې د مزار-پلخمري او د مزار-شبرغان پر لويو لارو د کوچنيو امنيتي پوستو ترڅنګ په تاشقرغان تنګي، چشمه شفا، امام مقري پول او د بلخ ولسوالۍ په څلورلارې كې جوړې کړې دي.
درانی وويل، چې د امو سيند پر غاړو او د كندوز او مزارشريف ترمنځ پر دښته يې هم امنيتي پوستې جوړې كړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې يادو پوستو د كب مياشتې له ۱۵مې نېټې راهيسې په امنيتي چارو پيل كړى او د دغو پوستو له لارې به وكړاى شي، چې ولايت ته د راننوتونكو هر ډول احتمالي ورانکاريو مخه ونيسي.
د هغه په وينا، له دوى سره ملي اردو، د شمال زون د پوليسو قومانداني او ملي امنيت د امنيتي پلانونو په پلي كولو كې مرسته كوي.
د هغه په وينا، له اوس څخه د مزارشريف ښار د كشفي ارګانونو تر پوښښ لاندې راغلى او امنيتي ګزمې پيل شوې دي.