جلال اباد ښار (پژواک ٢٨ کب ٩١): په ننګرهار کې ٩١ ځوانانو د تلاسيميا له ناروغانو سره د مرستې په موخه حوزوي روغتون ته وينه ورکړه.
دغه کسان، چې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو امريت غړي دي، هر يوه له ياد روغتون سره د ٥٠٠ سي سي وينې مرسته وکړه.
د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي، چې په خپله يې هم وينه ورکړه، پژواک خبری اژانس ته وويل؛ چې دوى د تلاسيميا له ناروغانو سره د مرستې په موخه وينه ورکړې ده.
دا مهال د ننګرهار په حوزوي روغتون کې تر ٤٠٠ زيات د تلاسيميا ناروغان ثبت دي او هره ورځ له دې ډلې شاوخوا شل تنه دغه روغتون ته مراجعه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دغې ناروغۍ کې د بدن وينه کمېږي او ناروغ ته بايد په مياشت کې يو، يا دوه ځلې وينه ورکړل شي، خو ياد روغتون کله ناکله د وينې له کمښت سره مخ کېږي.
د ننګرهار د ځوانانو چارو امر وويل، چې د دغه امريت ځوانان به د بېړنيو پېښو پر مهال هم له روغتيايي مرکزونو سره د وينې مرسته وکړي.
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى او د ځوانانو چارو د امريت غړي عبيدالله ، چې نن يې په جلال اباد کې له حوزوي روغتون سره د وينې مرسته وکړه، د ننګرهار له نورو خلکو هم وغوښتل، چې د تلاسيميا له ناروغانو سره د مرستې په موخه وينه ورکړي.
د جلال اباد ښار د حوزوي روغتون مشر ډاکټر همايون زهير د هغو ځوانانو ستاينه وکړه، چې نن يې د خپلې وينې په ورکولو سره د تلاسيميا د يو شمېر ناروغانو ژوند له مرګ څخه وژغوره.
ده د تلاسيميا ناروغي يوه لويه ستونزه وبلله او ويې ويل، په پام کې ده چې په راتلونکي کې د دې ناروغۍ د ناروغانو د درملنې په موخه د ختيځ زون په کچه يو ځانګړى روغتيايي مرکز جوړ شي.
ډاکټران وايي، پر تلاسيميا د اخته کسانو درملنه د هډوکو د مغز د پيوند له لارې شونې ده، خو د دغه پيوند د جراحۍ عمليات په افغانستان کې نه شي ترسره کېداى.
د هغوى په وينا، د دغو عملياتو له تر سره کېدو پرته د تلاسيميا ناروغ له شلو کلونو ډېر عمر نه شي کولى.