ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو لاريون کوونکو د کابل – مزار لويه لاره وتړله

سلګونو لاريون کوونکو د کابل – مزار لويه لاره وتړله

author avatar
22 Mar 2013 - 10:19
سلګونو لاريون کوونکو د کابل – مزار لويه لاره وتړله
author avatar
22 Mar 2013 - 10:19

چاريکار ( پژواک ٢ ورى ٩٢ ) : د پوليسو او غير مسوولو وسلوالو ترمنځ په نښته کې د دريېو ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون سلګونو لاريون کوونکو د کابل – مزار لويه لاره د پروان  ولايت په مرکز چاريکارو ښار کې تړلې ده.

پرون ددغه ولايت په مرکز چاريکار ښار کې د ګل غونډي پر لاره د غير مسوولو وسلوالو او پوليسو ترمنځ نښته کې ديوه ماشوم په ګډون درې عام وګړي وژل شوي وو.

ددې پېښې په غبرګون کې پرون هم د چاريکارو ښار لسګونو اوسېدونکو لاريون وکړ او نن  د وري په ٢مه، يې هم  چې د يوه وژل شوي عام وګړي جسد ورسره وو، پر لاريون يې لاس پورې کړى دى.

لاريون کوونکي چې شمېره يې سلګونو کسانو ته رسيږي، په چاريکاو ښار کې پر سړک  د وژل شوي تن جسد اېښى او په بېلا بېلو ساحو کې يې ټايرونو ته اور ورته کړ ىدى.

لاريون کوونکي مرګ پر غير مسوولو وسلوالو شعارونه ورکوي او حکومت په بې اعتنايۍ تورنوي.

د عبدالحميد په نامه لاريون يوه ګډونوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت د عامو وګړو د ځان او مال په ساتلو کې پاتې راغلى دى.

هغه پر غير مسوولو وسلوالو سخته نيوکه وکړه او ويې ويل چې دوى د عامو ښاريانو ژوند يې له ګواښ سره مخامخ کړى دى.

نوموړي زياته کړه، څو پورې چې د پرونۍ پېښې عاملين د قانون منګولو ته نه وي سپارل شوى، دوى به خپلو لاريونونو ته ادامه ورکوي.

د پروان د ولايتي شورا مرستيال ظاهر سالنګي هم دلاريون کوونکو نيوکې پر ځاى بولي او زياتوي چې دوى هڅه کوله، چې دغه ستونزه هواره کړي، خو حکومت د پرونۍ پېښې د عاملينو په نيولو کې ناکام شو.

د چاريکار د ښار ددويمې امنيتي حوزې امر څارمن اکرم خان لاريون تاييد کړ او زياته يې کړه چې پوليس د لاريون کوونکو د امنيت لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه د پرونۍ پېښې د عاملينو د نيولو هڅې پيل کړې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.