Language

جلال اباد ( پژواک، ٢ ورى ٩٢ ) : د لغمان مسوولين وايي چې د ماين په يوه چاودنه او نښته کې اتو تنو وسلوالو مخالفينو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده.

 

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا پپېښه تېره شپه په يوولسو بجو د دې ولايت د الينګار ولسوالۍ اړوند د کندې رجعي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، شپږ تنه وسلوال طالبان چې غوښتل يې د سړک د غاړې ماين ځای پر ځای کړي، خپل ماين پرې الوتی  چې له امله يې ددوى د يوه سرګروپ  طيب الله په ګډون درې تنه وژل شوي او درې نورو  يې ټپي شوي دي.

 

د ځواک په وينا، دوه تنه نور وسلوال مخالفين د ملي اردو سره په يوه نښته کې په داسې حال کې وژل شوي چې غوښتل يې خپل مړي او زخميان له يادې سيمې څخه ولېږدوي.

 

د والي وياند وايي ، د مخالفينو دغه وړه ډلګۍ چې د الينګار ولسوالۍ د سنګره په سيمه کې يې په يو شمېر ورانکارو فعاليتونو کې لاس درلود لا له وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو تر څار لاندې وه.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې  اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics