مزارشريف (پژواک ٥ ورى ٩٢): د مزارشريف ښار د ځينو مسافرخانو، هوټلونو او هټيو مسوولين وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله د نوي کال جشن ته د خلکو د کم راتګ له امله د دوی کاروبار ښه نه و.
دوی، د امنيت په اړه د عامو خلکو نسبي وېره او د اقتصاد کمزورتيا جشن ته د تلو د خنډ لاملونه بولي.
هر كال د وري په لومړۍ نېټه د بلخ په مركز مزارشريف كې د نوروز جشن د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايتمآب جنډه پورته کېږي.
په دغو مراسمو كې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي برخه اخلي.
د هر نوي كال د نوروز په جشن کې، چې د بلخ ولايت په مزارشريف کې د روضې د جنډې د اوچتولو او د ګل سرخ مېلې په نوم ياديږي، د نورو کلونو په پرتله د ګډونوالو په شمېر كې زياتوالى راځي؛ خو د نوي کال (۱۳۹۲) د جشن په پنځمه ورځ د دغه ښار د ځينو هوټلونو مسوولين د خلکو د کم راتګ له امله خپلې سوداګرۍ ته اندېښمن دي.
په مزار شريف کې د ام البلاد هوټل مسوول قاري ګل احمد د وري په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی د هر کال د جشن په څېر سږ کال هم د ډېرو مساپرو لپاره چمتوالی نيولی و.
خو نوموړي زياته کړه، چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله ډېر کم خلک راغلي وو.
د هغه په وينا، هر کال د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه زيات شمېر خلک د جشن د ګډون او حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوب روضې د زيارت په موخه مزارشريف ته راځي.
ګل احمد وويل: ((نه پوهېږم چې لامل څه و، امنيت هم ښه دی کومه پېښه هم ونه شوه؛ خو بيا هم خلک کم راغلي وو؛ نو زموږ مزدوري هم کمه شوې ده.))
نوموړي زياته کړه، چې هر کال به له جشن څخه دوه ورځې مخکې د دوی د هوټل ټولې خونې له خلکو ډکې وې او د جشن تر پنځلسمې به دغه لړۍ روانه وه او تر څلوېښتو ورځو پورې به غځېدله.
د هغه په وينا، نن د جشن پنځمه ده او د دوی د مسافرخانې ډېری خونې خالي پاتې دي.
همداراز د احمدي هوټل مسوول سيد مالک احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې د تېرو کلونو په پرتله يې د مسافرو شمېر خورا کم وو.
نوموړي زياته کړه: ((امنيت ښه و، خو خلک هغه اعتبار نه لري، چې په پوره توګه دې زړه ښه کړي، او بل د خلکو اقتصاد هم کله کله د دې اجازه نه ورکوي، چې ډېر مصرفونه وکړي.))
د هغه په وينا، دوی هر کال د جشن همدې څلوېښتو ورځو ته په تمه وي، چې د ټول کال مزدوري يې په کې کېږي؛ خو سږ کال يې مزدوري هغسې نه وه، لکه دوی چې ورته تمه لرله.
احمدي وويل: ((موږ د همدې څلوېښتو ورځو په تمه د هوټل کاروبار کوو، په ټول کال کې خو هسې ورځې شمارو خو سږ کال مو په دې ورځو کې هم ګټه ونه کړه.))
خو د ټولنيزو او فرهنګي چارو ځيني کارپوهان وايي، چې د سالنګ د لويې لارې د نسبي وېرې او د خلکو د پوهې د کچې د لوړوالي له امله د سږني جشن ګډونوال کم دي.
په مزارشريف کې د فرهنګي چارو فعال استاد غلام علي پژواک اژانس ته وويل، چې د تېرو کلونو په پرتله د نوروز جشن کې د خلکو د کمښت يو لامل د پوهې د کچې لوړوالی دی.
نوموړي زياته کړه: ((اوس خلک يو څه پوه شوي دي، کوښښ کوي، چې له له اضافي لګښتونو څخه ځان وساتي.))
د هغه په وينا، له نورو ولايتونو او په ځانګړې توګه له لرې ولايتونو څخه مزارشريف ښار ته راتګ زيات لګښت ته اړتيا لري، چې ډېر خلک يې د جشن ګډون ته بې زړه کړي دي.
استاد علي د سالنګ له لارې نسبي وېره هم د دې لامل وګڼله، چې له امله يې کم خلک د مزار راتلو ته زړه ښه کړي.
د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق، چې له جشن څخه مخکې يې د ډېرو خلکو د راتګ وړاندوينه کړې وه، د دې پخلی کوي، چې سږ کال د جشن د ګډونوالو شمېر کم و.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((اصلي ستونزه د سالنګ لاره ده، نوروز ته نږدې ورځو کې دوه ځلې بنده شوه، له همدې امله خلک يو څه وډار شول.))
د هغه په وينا، که څه هم د جشن په لومړۍ ورځ د خلکو شمېر کم و، خو د جنډې له درېدو وروسته په نن سبا کې خلک مزارشريف ته را روان دي.