جلال اباد (پژواک ٦ ورى ٩٢): د نورستان د واما ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د د دې ولايت د والي تميم نورستاني پر ضد سوله ييز لاريون ترسره کړ.
نن د وري په ٦مه، د نورستان د واما ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو په دې موخه د نورستان مرکز پارون ته غځېدلې لار تړلې وه او په لاريون يې لاس پورى کړى وو، چې د دوى په وينا، د نورستان والي تميم نورستانى په فساد کې ښکيل کس دى.
دوى په يوه خوله د ياد والي د ګوښه کېدو غوښتنه کوله.
د واما ولسوالۍ قومي مشر ملک محمد حسين وايي، دوى نور په نورستان ولايت کې د تميم نورستاني فساد نه شي زغملاى.
دى وايي، تميم نورستاني په ياد ولايت کې ميليونونه افغانۍ اختلاس کړى او هم يې د نورستان ټول معدنونه پلورلي دي.
دى وايي: “بس د جيب لپاره يې کار کړى، نور يې هېڅ نه دي کړي.”
د ملک محمدحسين په وينا، د نورستان اوسني والي نه د امنيت په برخه کې کوم رغنده ګام پورته کړى او نه هم د بيارغونې په برخه کې.
د واما يوه بل سپين ږيري معلم محمدجان پژواک ته وويل، نور په ياد ولايت کې تميم نورستانى نه غواړي او په مرکزي دولت غږ کوي، چې د نورستان لپاره دې يو داسې والي وټاکي، چې د نورستان لپاره کار وکړي، نه د جيب لپاره.
ده زياته کړه: “مياشتې مياشتې کېږي چې تميم نورستانى په ولايت کې نشته، نو دا څنګه ولايت شو؟”
د ده په خبره، د نورستان په ولايت کې تراوسه پورې هېڅ د بيارغونې کار نه دى شوى او د ياد ولايت ټول سړکونه لا هم خامه دي، چې تميم نورستاني د يوه والي په توګه هېڅ کومه هڅه نه ده کړې.
معلم محمدجان وايي، ترڅو مرکزي دولت په دغه برخه کې اجراات ونه کړي، تر هغې به خپلو لاريونونو ته دوام ورکوي.
٢٥کلن ځوان، چې په لاريون کې يې مرګ په تميم نورستاني چېغې وهلې، پژواک ته وويل چې په نږدې وخت کې به کابل ته ځي او خپل غږ به ملي شورا او ولسمشر ته په خپله وړاندې کوي، ترڅو په وړاندې يې جدي اقدام وشي.
د نورستان د ولايتي شورا مرستيال عنايت الرحمان پژواک ته دا تاييد کړه، چې د نورستان اوسني والي د بيارغونې او امنيت په برخه کې څه نه دي کړي.
دى د واما د خلکو شکايت او لاريون په ځاى ګڼي او وايي، د يو شمېر نورو ولسواليو خلکو هم دوى ته شکايتونه کړي او د لاريون تابيا يې نيولې ده.
د ده په خبره، مرکزي دولت بايد د يادو خلکو په ستونزو غور وکړي او يوه عادلانه پرېکړه وکړي.
خو بل خوا د نورستان والي تميم نورستاني د وري په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په واما ولسوالۍ کې د ولسوالۍ شورا راټوله شوې وه، چې يو شمېر خلکو ترې غلطه ګټه پورته کړې او د لاريون بڼه يې ورکړې ده.
دى وايي چې يادو خلکو هېڅکله هم لاريون نه دى کړى.