Language

يوه تنکي ځوان امريکايى سرتېرى وواژه

جلال اباد (پژواک ٧ ورى ٩٢): د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې يوه تنکي ځوان پر امريکايي د برچې ګوزار کړى او هغه يې وژلى دى.

د غني خېلو ولسوال حاجي زلمي د وري په ٧ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه مهال د غني خېلو په شېرګړ بازار کې بهرني ځواکونه پر ګزمې بوخت وو، چې په بازار کې يوه ١٤ کلن تنکي ځواک پر يوه سرتېري د برچې ګوزار وکړ.

هغه زياته کړه، چې ياد سرتېرى يې د سر په برخه کې په برچه وهلى او سخت يې ژوبل کړى و، چې وروسته نورو بهرنيو ځواکونو په چورلکه کې ولېږداوه.

ولسوال د سرتېري د مرګ په اړه څه نه وايي، خو زياتوي چې ډېر سخت ژوبل شوى و.

دى وايي :((بريد کوونکى په تېښته بريالى شوى خو د نيولو هڅې يې روانې دي.))

د يادې پېښې په اړه د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته ناخبري وښوده.

د ګل نظر په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې نن غرمه مهال يو شمېر امريکايي ځواکونه د شېرګړ بازار ته د اربکيانو د فعالېدو په خاطر ورغلي وو.

نوموړي زياته کړه، چې امريکايي سرتېرى په بازار کې ناست و، چې يوه ماشوم ناڅاپي ترې برچه واخيسته، د شا له خوا يې د سر په برخه کې پرې ګوزار وکړ او ځاى پر ځاى يې وواژه.

د شېرګړ بازار يو بل دوکاندار سايرالله وويل، چې له پېښې وروسته يو شمېر امريکايي ځواکونو د بازار له شاوخوا ٢٠٠ تنه نيولي او بنديان کړي دي.

ايساف پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې په يوه بريد کې د خپل يوه سرتېري وژل منلي دي.

سرچينې زياته کړې، دغه کس د افغانستان په ختيځ کې وژل شوى دى، خو د هويت له ښودلو يې ډډه کړې ده.

بل خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې نن غرمه مهال يو ١٤ کلن ماشوم چې خالد نومېږي امريکايي سرتېرى يې په برچه وهلى او وروسته له دوى سره يوځاى شوى دى.

Related Topics