کابل (پژواک ٨ ورى ٩١): پوليسو تېر کال په افغانستان کې تر درېيو زرو ډېر قاچاق وړونکي نيولي، چې په هغو کې د نشه يي توکو د مافيايي ډلو نهه مشران او ٢٢٣ لوى قاچاق وړونکي شامل دي.
دا څرګندونې د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معين لوى پاسوال بازمحمد احمدي نن په کابل کې خبريالانو ته وکړې.
احمدي وويل، چې د مافيايي ډلو مشرانو په ټوليز ډول تېر کال تر ٢٠ ټنو ډېر نشه يي توکي له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته لېږدولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، حاجي غلام حضرت، حاجي بختاور، حاجي عيسى، حاجي لعل جان، حاجي اميرګل، حاجي امان (مشهور په لالاخان)، فتح خان، حاجي سرور، صفي الله د نشه يي توکو د مافيايي ډلو مشران دي، چې تېر کال نيول شوي دي.
ده وويل، چې دغه کسان له نشه يي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز (CJTF) له خوا له ١٥ تر ٢٠ کاله پر بند محکوم شوي دي.
احمدي وايي، د قاچاق وړونکو محاکمه دوى ته دا ډاډ ورکوي، چې هغوى د معاملو له مخې بېرته نه خوشې کېږي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې معين وايي، د روان کال لپاره لس نور د سيمې په کچه لوى قاچاق وړونکي د دوى تر نظر لاندې دي او د نيولو په موخه يې نومونه له امنيتي ارګانونو سره شريک شوي دي.
احمدي زياته کړه: “نور نو زموږ هڅه دا ده چې د هېواد په کچه مافيايي ډلې هدف وګرځوو. سږ کال مو په ټيټه کچه نيونې کمې وې، د لويو قاچاق وړونکو او لويو مافيايي ډلو د نيولو کچه او د نشه يي توکو د پروسس د فابريکو د له منځه وړلو کچه مو لوړه وه.”
ده وويل، چې قاچاق وړونکې ډلې د دوى تر سخت فشار لاندې دي او له همدې امله تېر کال د وړم کال په پرتله ډېر قاچاق وړونکي نيول شوي او ډېر نشه يي توکي ضبط شوي دي.
د احمدي د معلوماتو له مخې، تېر کال ټولټال ٣٠٢٦ قاچاق وړونکي نيول شوي او له ٥٠٠ ټنو ډېر نشه يي توکي ضبط شوي چې دا شمېره وړم کال ١٤٢٨ تنه او ٢٤٤ ټنه وه.
خو په نشه يي توکو کې د کارېدونکو کيمياوي موادو په ضبط کې کموالى راغلى، لامل يې هم د احمدي په وينا، د پولو کلکه څارنه ده.
ده وويل، چې پوليسو تېر کال له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ٣٢٨٠ عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ٢٥ پوليس وژل شوي او ٥٨ نور ټپيان شوي دي.
خو د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معين وويل، چې له بهرنيانو څخه افغانانو ته د مسووليتونو د لېږد په درشل کې په افغانستان کې د نشه يي توکو مبارزې ته د نړيوالو پاملرنه کمه شوې ده.
له بهرنيانو افغانانو ته د مسووليتونو د لېږد لړۍ په ١٣٨٩ کال کې پيل شوې او ټاکل شوې چې په روان کال کې بشپړه شي.
احمدي وايي، که څه هم نړيوالې ټولنې تر ٢٠١٤ کال وروسته هم له دې ادارې سره د مرستو ژمنه کړې، خو په دې وروستيو کې يې مرستې کمې شوې دي.
هغه وايي، دا اندېښنه شته چې په دې برخه کې تر ٢٠١٤ کال وروسته، نور هم د نړيوالو ملاتړ کم شي.
د ده په وينا، له بل پلوه د ملي دفاع وزارت په ګډون نور امنيتي ارګانونه وايي، چې له بهرنيانو د مسووليتونو د لېږد پروسې په بشپړېدو سره د هغوى اړوند مسووليتونه ډېريږي او د کوکنارو په له منځه وړو کې مرسته نه شي کولاى.
د ده په باور، دا د دې لامل کېږي چې د کوکنارو کښت په هېواد کې ډېر شي.
هغه د نشه يي توکو د کښت د له منځه وړو لپاره د پولسيو د ٨٢١ کسيزې ځانګړې قطعې د بيا جوړېدو غوښتنه وکړه، ترڅو د هغو ارګانونو ځاى ډک کړي چې نور له دوى سره د کوکنارو په له منځه وړو کې ونډه نه اخلي.
ده په افغانستان کې نشه يي توکي د ناامنۍ او ترهګرۍ بنسټ وباله او له نړيوالې ټولنې يې د کوکنارو د کښت په له منځه وړو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه په ځانګړې توګه د افغانستان په سرحدي او ناامنو سيمو کې چې ډېر کوکنار په کې کرل کېږي، د کوکنارو پر له منځه وړلو ډېر ټينګار وکړ.
ده زياته کړه: “که نړيوال دوستان د کوکنارو د له منځه وړو په برخه کې له موږ سره مرسته ونه کړي، نو د توليد کچه نه راټيټيږي، دا د دې لامل کېږي، څو د قاچاق کچه لوړه شي.”
که څه هم چې په تېره يوه لسيزه کې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې نړيواله ټولنه مرستې کوي، خو د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې اوس هم افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکو لوى توليدوونکى هېواد دى.
احمدي وايي، چې په هېواد کې ٩٠ سلنه نشه يي توکي د افغانستان په پنځو سوېل لوديځو ولايتونو، هلمند، کندهار، اروزګان، فراه او نيمروز کې کرل کېږي.
ده وويل، چې تر ډېره نشه يي توکي بهرنيو هېوادونو ته د نيمروز، هرات، هلمند، ننګرهار، تخار او بدخشان له لارې قاچاق کېږي او په افغانستان کې درې ميليونه تنه د نشه يي توکو په کاروبار کې بوخت دي.