جلال اباد (پژواک ١٢ ورى ٩٢): د ننګرهار د لالپورې ولسوالۍ په سرحد کې پاکستاني ځواکونو د دروازې جوړولو چارې پيل کړې دي.
د لالپورې امنيه قوماندان سمونوال ادم خان جبارخېل د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له څو ورځو راهيسې د لالپورې او ګوشتې ولسواليو په ګډه سيمه نظرخېلو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د دروازې جوړولو او د دغه هېواد بيرغ د لګولو لپاره يې هم د ځاى جوړولو چارې پيل شوې دي.
هغه وايي، چې د دوى ځواکونه په سيمه کې هېڅ ډول پوستې نه لري او د هغوى د دروازې د اېښودلو ځاى له دوى څخه ٣٥ کيلومتره لرې دى.
امنيه قوماندان زياتوي، چې پاکستاني ځواکونه تر پخوا يو څه رانږدې شوي هم دي.
سمونوال ادم خان وايي، چې د سرحدي پوليسو ځواکونه هم سيمې ته رسېدلي دي.
د سرحدي پوليسو يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى ځواکونه سيمې ته رسېدلي، د اجرااتو په موخه يواځې د مرکزي دولت امر ته انتظار دي.
د سرچينې په خبره، په سيمه ييزه کچه له پاکستاني ځواکونو سره خبرې روانې دي، خو ښايي په نږدې وخت کې له پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.
د لالپورې اوسېدونکي اصغر پژواک اژانس ته وويل، چې پاکستاني ځواکونه ورځ تر بلې رانږدې کېږي او دولت يې غم نه خوري.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((اوس چې په کوم ځاى کې هغوى دروازه لګوي، هلته زموږ يو پوليس هم نشته، نو ښه په اسانۍ سره هغوى مخکې راتلى شي.))
نوموړى دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د لالپورې امنيه قوماندان وايي، چې تر ٣٥کيلومترۍ پورې د دوى پوستې په سيمه کې نشته او دا د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني ځواکونو د پرمختګ لپاره تر ټولو ښه او غوره چانس دى.
نوموړي پر مرکزي دولت غږ وکړ، چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې پاکستاني ځواکونو څو څو وارې د تورخم په سرحدي سيمه کې هم د دروازې لګولو هڅې کړې، چې د افغان ځواکونو له خوا يې مخه نيول شوې ده.