غزني ښار (پژواک، ۱۲ وری ۹۲): د غزني چارواکي وايي، د اندړو او مقر ولسواليو په عملياتو او مخامخ نښته کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او ٤ نور يې ژوندي نيولي دي.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند احمدجان مخلص پژواک خبري اژانس ته وويل، نن (د وري يوولسمه) سهار يې د مقر ولسوالۍ د چولې په سيمه کې له وسله والو طالبانو سره نښته رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، طالبانو غوښتل په ياده سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوستې بريد وکړي، چې په پايله کې يې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول.
د هغه په وينا، د هغوى جسدونه د سيمه ييزو پوليسو لاسته ورغلل.
مخلص همداراز وايي، د غزني په اندړو او ګيلان ولسواليو کې يې هم عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې په ګيلان کې يو او اندړو کې درې وسله وال طالبان له وسلو او مخابرو سره يوځای نيولي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دې ترڅنګ يې په لوګر او پکتيا کې هم ځانګړي عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۷ وسله وال طالبان له يو شمېر وسلو او مهماتو سره يوځای نيولي دي.
د ده په خبره، په دې عملياتو او نښتو کې د دوى ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو د دې پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.