ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قطر به ډېر ژر په کابل کې خپل سفارت پرانيزي

قطر به ډېر ژر په کابل کې خپل سفارت پرانيزي

کابل (پژواک ١٣ ورى ٩٢): قطر به ډېر ژر له افغانستان سره د خپلو اړيکو او همکارۍ د پراختيا لپاره خپل سفارت په کابل کې پرانيزي.

دغه پرېکړه د افغان ولسمشر حامد کرزي او د قطر د امير ترمنځ د هوکړې له مخې شوې ده.

ولسمشر حامد کرزي د روانې اونۍ په پيل کې له قطري چارواکو سره په دغه هېواد کې د طالبانو دفتر پرانيستو او دوه اړخيزه اړيکو په موخه د قطر پلازمېنې ته سفر وکړ.

د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه د ولسمشر حامد کرزي له قوله کاږي، چې د قطر امير د سولې پروسې د بهير له چټکتيا د ملاتړ ډاډ ورکړى او ويلي يې دي، چې قطر په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

حامد کرزي د قطر له امير څخه هم غوښتي، څو افغانستان ته سفر وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د خپل سفر پايلې د سولې عالي شورا له اجراييوي غړو سره شريکې کړې.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي، چې قطري پانګه والو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې او ټاکل شوې، چې د پانګه والو يو پلاوى يې په افغانستان کې د پانګونې وضعيت د څېړنې په موخه کابل ته راشي.

کرزي وويل، چې د دغه پلاوي له را استولو وروسته به د قطري متخصصينو يوه ډله د پانګونې فرصت د لا زياتې مطالعې په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.