کابل (پژواک ١٤ ورى ٩٢): نن په کابل کې له پلاستيکي کڅوړو د ګټې اخستنې کمپاين پيل او له خلکو غوښتنه وشوه، چې د پلاستيکي کڅوړو په نه کارونې سره د روغتيايي ستونزو مخه ونيسي.
د دغه کمپاين په ترڅ کې، چې د افغانستان د ملي روغتيا ټولنې، د عامې روغتيا وزارت په ملاتړ پيل کړى، نن په کابل ښار کې سلګونه له ټوکر څخه جوړې شوې کڅوړې په وړيا ډول پر خلکو ووېشل شوې.
پر دغو کڅوړو ليکل شوي ((پلاستيکي کڅوړې ستاسو چاپېريال ککړوي! خو زه يې نه ککړوم!))
د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل د کمپاين د پيل پر مهال په خبري ناسته کې له خلکو وغوښتل، چې له پلاستيکي کڅوړو کار وانخلي.
دليل وويل، چې له پلاستيکي کڅوړو ګټه اخيستنه له يوې خوا د اوسېدو چاپېريال زيانمنوي او له بلې خوا د ډول ډول ناروغيو لامل کېږي.
د روغتيايي چارو پوهان وايي، پلاستيکي کڅوړې د سرطاني، تنفسي، پوستکي، ولادي او نورو ناروغيو لامل ګرځي؛ ځکه چې د پولي کاربونات، پولي ستايرين، پولي اورتان او تترا فلورا اتلين کيمياوي توکي لري،
دغه راز د هغوى په وينا، د پلاستيکي کڅوړو کارونه د ژوند چاپېريال هم چټلوي.
د روغتيا وزيرې له خلکو په ځانګړې ډول وغوښتل، چې له نانوايي څخه ګرمې ډوډۍ په پلاستيکي کڅوړو کې کور ته و نه لېږدوي او پر ځاى يې له ټوکر څخه له جوړو شوو کڅوړو ګټه واخلي.
ډاکټر شفيق الله مرزا زاده د افغانستان د عامې روغتيا ټولنې مرستيال وايي، که په پلاستيکي کڅوړو کې ګرمې ډوډۍ ولېږدول شي، نو پلاستيک خپل مضر ګاز ډوډۍ ته لېږدوي او روغتيا ته ډېر زيان لري.
د مرزا زاده د معلوماتو له مخې، د پلاستيکي کڅوړو ټوټې تر زرو کلونو پورې نه تجزيه کېږي او سوځول يې هم د راز راز ناروغيو لامل کېږي.
د هغه په خبره، د پلاستيک سوځول هوا ککړوي، جلدي، تنفسي او د زړه ناروغيو د پياوړتيا لامل کېږي، عصبي او تناسلي سيستمونو ته زيان اړوي او همداراز سردردي رامنځته کوي.
دى وايي، چې په سيمه کې د پلاستيکي کڅوړو شتون پر انسانانو سربېره حيواناتو او نباتاتو ته هم زيان لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ځمکه کې د پلاستيکي کڅوړو شتون نباتاتو ته د معدني موادو د رسېدو مخه نيسي او همداراز که حيوانات دغه کڅوړې وخوري نو په معده کې يې پاتې کېږي او د غذايي توکو هضم او جذب ستونزمنوي.
ده وويل، چې هر کال په نړۍ کې ٥٠٠ ميليارده پلاستيکي کڅوړې استعمالېږي، خو په افغانستان کې له پلاستيکي کڅوړو د ګټې اخيستنې کره شمېره معلومه نه ده.
د افغانستان د عامې روغتيا ټولنې مرستيال هم له خلکو وغوښتل، چې د پلاستيکي کڅوړو پر ځاى له ټوکر څخه جوړې شوې کڅوړې وکاروي، ترڅو د سيمې د ککړتيا او د ناروغيو د ډېرېدو مخنيوى وشي.
د دې ټولنې چارواکو ويل، چې په راتلونکو څو ورځو کې به په کابل ښار کې پر ډېرو کسانو په وړيا ډول له ټوکر جوړې شوې کڅوړې ووېشي او خلک به د پلاستيکي کڅوړو په زيانونو وپوهوي.
د يادولو ده، چې شاوخوا درې کاله وړاندې په لومړي ځل پژواک خبري اژانس په هېواد کې د پلاستيکي کڅوړو د زيان په اړه يو راپور خپور کړ چې وروسته ولسمشر حامد کرزي هم له خلکو وغوښتل چې له دغو کڅوړو ګټه وانخلي.
همغه مهال د پلاستيکي کڅوړو د کارونې د مخنيوي لپاره يوه کمېټه جوړه شوه، که څه هم دغې کمېټې وړانديز وکړ چې هېواد ته د پلاستيکي کڅوړو د راوړو مخه ونيول شي، خو د شاوخوا درېيو کلونو په تېرېدو لا هم دغه کار نه دى شوى.
د افغانستان د عامې روغتيا ملي ټولنې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې له پلاستيکي کڅوړو د استعمال مخنيوى وکړي.
دوى همداراز له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د وري مياشتې ١٤ مه له ککړتيا سره د مبارزې په نوم ونوموي او هر کال يې ونمانځي.