Language

د ښرنې ښار ښوونځي لا نه دي پرانيستل شوي

ښرنه (پژواک ١٧ ورى ٩٢): د نوي ښوونيز کال له پيله نږدې دوه اونۍ اوړي، خو د پکتيکا د مرکز ښرنې ښوونځي لا تړلي دي او ښوونکي ښوونځيو ته نه ورځي.

د علي بابا د لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکى رحمت الله وايي، د ښوونيز کال نيمه مياشت ووته، خو ښوونځى لا تړلى دى.

نوموړي د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل: “زده کوونکي ناهيلي دي او په دې نه پوهېږي، چې ښوونکي ولې ښوونځيو ته نه ورځي؛ په دې اړه دې چارواکې د دې ستونزې د حل لپاره جدي ګام واخلي.”

رحمت الله زياتوي، د پکتيکا ښوونکي وايي، ترڅو چې د دې ولايت د پوهنې رييس پر دنده پاتې وي، دوى به ښوونځيو ته ولاړ نه شي.

د پکتيکا مرکز ښرنه  ١٣ ښوونځي لري، چې د ښوونيز کال له پيله تراوسه نه دي پرانيستل شوي.

د مرکز ښرنې د حضرت بلال لېسې مدير عبدالحميد، چې د ټولو ښوونکو په استازيتوب يې خبرې کولې، پژواک ته وويل: ” ترڅو چې د پوهنې وزارت د دوى غوښتنه نه وي منلي، دوى به ښوونځيو ته د درس لپاره ورنه شي.”

د د ه په خبره، د ښوونکو له يوې استازې ډلې سره کابل ته ولاړل او هلته د پوهنې د رييس د ګوښه کېدو ژمنه هم ورسره وشوه، خو تر دې مهاله وزارت کومه پرېکړه نه ده کړې.

هغه زياتوي: “ترڅو چې د پوهنې اوسنى ناکاره رييس عطامحمد قانع له دندې نه وي ګوښه شوى، دوى به خپلو دندو ته ورنه شي.”

د عبدالحميد په وينا، د پوهنې اوسنى رييس له ښوونکو سره سم چلند نه کوي او هم يې د نيمايي ښوونکو د تېرو شپږو مياشتو معاش ځنډولى دى.

د سيمې يو قومي مشر ملا معصوم هم وايي، چې د پکتيکا د ښوونکو ستونزو ته دې پاملرنه وشي او ښوونځي دې پرانيستل  شي.

هغه پژواک ته وويل: “که د پوهنې اوسنى رييس له دندې ګوښه نه شي، د پکتيکا د ښوونځيو ستونزه به پر خپل حال وي او ښوونځي به تړلي وي.”

د پوهنې رياست د محاسبې مدير کامران وايي، د ښوونکو د معاشونو د ورکړې کار روان دى، خو ښوونکي ځکه دندو ته نه حاضرېږي چې وايي، د پوهنې رييس دې له دندې ګوښه شي.

د پکتيکا د ښوونکو د ستونزې په اړه پژواک اژانس د پوهنې له وزارت سره څو ځلې اړيکه ونيوله، خو ځواب يې ترلاسه نه کړ.