Language

“د لغمان په ترازو کې له موټرو ناقانونه پيسې اخيستل کېږي”

جلال اباد(پژواک ١٨ ورى ٩٢ ) : دلويو سوداګريزو موټرو چلوونکي شکايت کوي، چې د جلال اباد –کابل پر لويه لار د لغمان ولايت اړوند سيمه کې د ترازو کارکوونکي ترې ناقانونه پيسې اخلي.

دوى وايي ،چې د هر لوى موټر تلل په بشپړ ډول وړيا دي، خو اکثره وخت ترې د ترازو مامورين په دې پلمه پيسې اخلي ، چې ګوندې زيات وزن يې په کې بار کړى دى.

د ټېلر يوه موټر چلوونکي قرارالدين د وري په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په هره پېره کې ترې د ترازو مامورين ٥٠٠ افغانۍ اخلي.

د ده په خبره ، له هغې لارۍ څخه ، چې له خپل ټاکلي وزن نه زيات بار په کې پروت وي   ډېرې پېسې اخيستل کېږي . هغه زياته کړه: ((که پيسې نه ورکوې، نو په عذابوي دې او شل  بهانې درته جوړوي. ))

 د قرار په وينا، ډېرى موټر چلوونکي نور د ترازو له کارکوونکي تنګ راغلي او که چېرې دولت يې مخنيوى ونه کړي، نو لرې نه ده ، چې سړک به هم تخريب شي.

دى زياتوي: (( په اکثره موټرونو کې وزن زيات وي او د پېسو په بدل کې يې پريږدي، چې له امله يې سړک خراب شوى دى.))

د کوزې پښتونخوا د جمروډ اوسېدونکى، چې د لغمان په ترازو کې يې موټر ولاړ و، پژواک اژانس ته وويل ، چې همدا اوس يې زر افغانۍ د ترازو مامور ته ورکړې .

نوموړي زياته کړه، چې ده په موټر کې له خپل ټاکلي وزن څخه درې ټنه زيات مال بار کړى و ، ځکه ترې مامور زر افغانۍ رشوت واخيست.

کله چې د ترازو له مامور څخه د پېسو د اخيستلو لامل وپوښتل شو، نو هغه پژواک اژانس ته په ځواب کې وويل : ((زه د خبرو کولو اجازه نه لرم، ځه لاړ شه وروره.))

د سوداګريزو توکو ديوه بل موټر چلوونکي انورالحق پژواک اژانس ته وويل، چې ډېرى سړکونه د همدې ترازو له امله خراب شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په موټرو کې زيات مال اچول کېږي او بيا د ترازو مامورين له رشوت اخيستو سره دغو موټرو ته د تګ اجازه ورکوي.

دى وايي: ((له همدې امله له تورخمه نيولې تر کابله پورې سړک ځاى ځاى تخريب شوى دى.))

د نوموړي په وينا، چې اکثره لوى موټر د شپې له خوا راځي او د وزن کولو پر وخت ترې ښه په اسانۍ سره پيسې اخلي.

دى وايي: ((په زرګونه افغانۍ د شپې دوى رشوت اخلي.))

د ننګرهار د فوايد عامې رييس رسول ګل فقير وايي، چې ډېرى سړکونه د لويو موټرو د ډېر بارله امله خراب شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې اکثره وخت لوى موټر له خپل ټاکلي بار څخه ډېر وزن باروي، چې سړکونه خرابوي.

ده زياته کړه: ((ځينې ځايونه چې خراب شوي موږ يې په دې کال کې د جوړېدو پلان لرو.))

د سړکونو انجنير فرهاد مياخېل  هم وايى ، چې د سړکونو د تخريب يواځينى لامل په لويو موټرو کې له خپل ټاکلي وزن څخه ډېر وزن بارول دي.

 دى  زياتوي ، چې د هرې لارۍ لپاره دولس ټنه وزن ټاکل شوى ، خو لارۍ چلوونکي په کې زيات وزن باروي.

د ده په خبره ، که د موټرو د ډېر وزن مخه ونه نيول شي، نو لرې نه ده چې ټول سړکونه به تخريب شي.

د لغمان د ترازو امر عبدالقادر فقيرزي پژواک اژانس ته يه ياده ترازو کې له  بډو اخيستو څخه ناخبري وښوده.

 نوموړي وويل ،چې تر اوسه پورې دى له اختلاس څخه هېڅ خبر نه لري، خو که چېرې يې څوک پرې و نيوه نو د قانون منګلو ته  به يې وسپاري.

هغه زياته کړه : (( که چېرې پر ما هم فساد ثابت شي، نو ځان به هم قانون ته وسپارم.))