هرات ښار ( پژواک ١٨ ورى ٩٢ ) : د هرات امنيتي چارواکو په بېلابېلو عملياتو کې ديوه ولسوال په ګډون د اوو تنو طالبانو د نيولو خبر ورکړ .
بلخوا په دې ولايت کې شپږ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي د وري په ١٨مه، په يوه خبري غونډه کې وويل ، چې پوليسو د اوبې ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال ملا شرف الدين نيولى دى.
هغه زياته کړه، چې دغه راز په چشت شريف ولسوالۍ کې هم د پوليسو له خوا د طالبانو يو بل قوماندان مولوي جمعه خان نيول شوى دى.
د نوموړي په وينا، په کشک کهنه ولسوالۍ کې هم دوه وسله وال طالبان د عملياتو پر مهال له وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.
دغه راز په دغه خبري غونډه کې د طالبانو هغه شپږ کسيزه ډله هم خبريالانو ته وښودل شوه، چې په ګذرې ولسوالۍ کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوې وه.
د دغې ډلې مشر قاري سميع خبريالانو ته وويل ، چې دوى د بهرنيانو پر ضد وسله را اخيستې وه، خو اوس چې له هېواده بهرنيانو په وتلو پيل کړى، نو جګړې ته سوال نه پيدا کيږي.
هغه اعتراف وکړ، چې دپاکستان له لوري ورته روزنه، وسلې او مالي لګښت ورکول کېده.