ژبه

پلاوى: په شيګل کې ماشومان د بمبار له امله وژل شوي

خان ولي سالارزي

۲۰ وری ۱۳۹۲ - ۲۰:۳۶

Views: ۷۹

کابل (پژواک ٢٠ ورى ٩٢): د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې د ١١ ماشومانو د وژل کېدو د پېښې د څېړنې پلاوى وايي، چې دې کسانو د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

 دوه ورځې وړاندې د کونړ د شيګل ولسوالۍ د شلتن درې د چوګام پر کلي د نړيوالو اېتلافي او کورنيو ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې د لومړنيو راپورونو له مخې، د ١١ ماشومانو په ګډون يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 ولسمشر حامدکرزي پرون (د وري ١٩مه) د خپل سلاکار شجاع الملک جلاله په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده وسپارله، چې د دې پېښې څېړنه وکړي.

 ياد شوى پلاوى نن د شيګل ولسوالۍ ته لاړ او هلته يې د قربانيانو د کورنيو له غړو سره وکتل.

 د پلاوي مشر شجاع الملک جلاله نن (د وري شلمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وژل شويو ماشومانو له ورثې سره يې په تفصيلي خبرې وکړې.

 ده زياته کړه: “يو راپور داسې و چې په يوه کور کې ځانمرګى بريد شوى او د چاودنې له امله يې ماشومان وژل شوي وي، خو له قومي مشرانو سره په خبرو کې ورته معلومه شوه، چې دا پېښه د بمبار له امله رامنځ ته شوې ده.”

 د هغه په وينا، د خپلو څېړنو په ترڅ کې ورته جوته شوه، چې ياد شوي ماشومان د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

 جلاله وايي، د پېښې د لا روښانتيا په موخه يې د ړنګ شوي کور عکسونه هم له سيمې راغوښتي، ترڅو معلومه شي چې د کور څومره برخه څه ډول ړنګه شوې ده.

 د پلاوي يوه بل غړي او په ولسي جرګه کې د کونړ استازي سخي مشواڼى هم دا خبره تاييدوي او وايي، چې دغه پېښه د بمبار له امله رامنځ ته شوې ده.

 د هغه په وينا: “په دغه سيمه کې ځانمرګى نه دى شوى، بلکې بمبار شوى، چې په پايله کې يې د ياد شوي کور بام غورځېدلى او ښځې او ماشومان په کې وژل شوي دي.”

 دا په داسې حال کې ده، چې د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل په خپلو څرګندونو کې نن وويل، چې دا پېښه په يوه کور کې د ځانمرګي بريد له امله رامنځ ته شوې ده.

 دغه خبره د کونړ د ملي امنيت مشر جنرال سعدالله عزيزي هم تاييد کړه.

 خو د ولايتي شورا رييس مياحسين دا خبره رد کړه او ويې ويل، چې دغه پېښه د هوايي بريد له امله رامنځ ته شوې ده.

 ده زياته کړه: “د اووه طالبانو د له منځه وړلو لپاره د اتلسو ښځو او ماشومانو وژل يو لوى خيانت دى او بايد چې مسوولين خپله غلطي ومني.”