Language

د وسله والو طالبانو نظامي مسوول او قاضي ووژل شو

مزار شريف ( پژواک ٢٢ ورى ٩٢ ) : د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو نظامي مسوول او قاضي د يوې نښتې په ترڅ کې له يو شمېر نورو طالبانو سره يو ځاى وژل شوى دى.

د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج د وري په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پرون تر غرمې وروسته د صياد ولسوالۍ د بلند غور په سيمه کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې وه.

هغه زياته کړه ، ددې نښتې پر مهال ، چې درې ساعته يې دوام وکړ، ددې ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى قاضي او نظامي مسوول ملا ياسين له دوو نورو سرګروپانو سره ووژل شو.

تاج وويل ، چې په دې نښته کې دوه طالبان ټپيان شوي او يو سيمه ييز پوليس هم وژل شوى دى.

د سرپل امنيه قوماندان دغه راز زياته کړه ، چې د ولايت په مرکز کې پرون ديوې نښتې په ترڅ کې يو طالب وژل شوى او بل  يې ټپي شوى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم مني ، چې د صياد په جګړه کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

هغه زياته کړه ، چې په دې جګړه کې  دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان هم وژل شوى دى.

Related Topics