Language

د ننګرهار سلګونو محصلينو د پاکستان او امريکا پر ضد لاريون وکړ

جلال اباد (پژواک٢٦ ورى ٩٢): د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلينو د پاکستان او امريکا پر ضد لاريون وکړ.

دغه لاريون نن (د وري ٢٦مه) د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلينو په درونټه او جلال اباد ښار کې ترسره کړ.

د لاريون موخه تېره اونۍ د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بمبار له امله د ١٣ ماشومانو په ګډون د ١٧ ملکي وګړو مرګ ژوبله وه او همداراز د کونړ په سرحدي سيمه کې د پاکستان له خوا توغنديز بريدونه او په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له لوري د دروازې او نورو تاسيساتو جوړول وو.

لاريون کوونکو مرګ پر امريکا او مرګ پر پاکستان شعارونه ورکول او ويل يې ، چې نور د امريکا او پاکستان ظلم په خپله خاوره کې نه شي زغملى.

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي محصل خليل الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کونړ ولايت کې د امريکايي ځواکونو په بمبار کې د ماشومانو وژنو د پوهنتون ټول محصلين خفه کړي دي.

هغه پر دولت غږ وکړ، چې نور دې د امريکايي ځواکونو د بمبار مخه ونيسي.

د ننګرهار پوهنتون يو بل محصل نصيراحمد وايي، چې پاکستان هم تر خپله وسه له موقع  استفاده کوي، کله پر کونړ بريدونه کوي او کله په ګوشته کې تاسيسات جوړوي.

نوموړي زياته کړه، چې که د پاکستان له لوري دغه کارونه ونه درول شي ، نو ښايي دوى په خپله د پاکستان پر ضد يوه پاڅون ته اړ شي او سرحد ته د جګړې لپاره ورشي.

لاريون کوونکو د سهار له نهو بجو د کابل-جلال اباد لويه لار د يوه ساعت لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

په پاى کې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما جوړې شوې څېرې او بيرغونو ته اور واچول شو او يو  شپږ ماده ييز پرېکړه ليک هم اعلان شو.

په پرېکړه ليک کې له بهرنيو ځواکونو غوښتنه شوې، چې نور دې له افغانستانه ووځي او هم يې پر پاکستان غږ کړى، چې ژر تر ژره دې پر کونړ راکټي بريدونه ودروي او هم دې په ګوشته کې کارونه بند کړي.

په پرېکړه ليک کې په کونړ ولايت کې د امريکايي ځواکونو له لوري د شوې بمبارۍ غندنه شوې   او له ولسمشر کرزي غوښتل شوي، چې نور دې چوپه خوله نه پاتې کېږي او خپل دريځ دې د نړيوالو پر وړاندې څرګند کړي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي، چې د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د تاسيساتو د جوړېدو چارې درېدلي او په روانه اونۍ کې له کابله هم د دې موضوع د ښې بررسۍ په خاطر يو لوړ پوړى پلاوى راغلى و، چې ژرتر ژره به دغه ستونزه هواره شي.