کابل : ( پژواک ٢٧ ورى ٩٢) : دافغانستان ولسمشرحامد کرزي دامريکا دبوستن ښار چاودنې وغندلې .
دخپرو شوو راپورونو پر بنسټ ، تېره ورځ دامريکا په بوسټن ښار کې دځغاستې يوې سيالۍ په پاى کې ددوو چاودنو له امله دڅلورو کسانو د وژل کيدو ترڅنګ له ١٠٠ زيات کسان ټپيان شول .
د ولسمشر د وياند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر کرزى ددغو چاودنو له امله ملکي مرګ ژوبلې اغيزمن کړى دى .
د سرچينې په وينا ، ولسمشر په سختو ټکو ددغه “ترهګريزو بريدونو ” دغندنې ترڅنګ ويلي دي : ” دافغانستان خلک له کلونو راهيسې دترهګرۍ قرباني دي ، له همدې امله له ورته بريدونو د رامنځته شوې مرګ ژوبلې درد او ځور ښه درک کولاى شي .”
ولسمشر د امريکا له خلکو او دقربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده .
په راپور کې همدارنګه راغلي ، چې دامريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما دتيرې ورځې دغو چاودنو ته د ډار اچونې کلمه نه ده کارولې او ويلي يې دې ، چې عاملين به يې دقانون منګولو ته وسپاري .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن