هرات( پژواک د غويي لومړۍ نېټه ٩٢ ) : د هرات پوليسو يو ايرانى سوداګر د تښتوونکو له منګولو خلاص کړ او د تښتونې په تور يې دوه تنه ونيول شول .
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپى وايي ،چې د ميلاد په نوم يو ايرانى سوداګر يې له تښتوونکو خلاص کړ.
نوموړي د غويي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل ،چې ميلاد د ايران د تهران اوسېدونکى دى ،چې لس ورځې مخکې د هرات په کهسان ولسوالۍ کې نادرکه شوى و.
هغه زياتوي ، چې دغه ايرانى سوداګر يې نن سهار د يو لړ پټو عملياتو په ترڅ کې په اسلام کلا کې له تښتوونکو را خلاص کړ او تورن تښتوونکي يې نيولي دي .
د اسلام کلا يو تن اوسېدونکى حاجي ميرداد وايي،چې د ايراني د تښتونې په تور نيول شوي کسان د ده د سوداګرۍ شريکان وو.
هغه زياتوي ،چې تښتوونکو يې د خوشې کېدو په بدل کې د ٣٠٠ ميليونه ايراني تومانو غوښتنه کوله.
د يو بل خبر له مخې، د هرات امنيه قوماندان وايي ، نن يې يو تن له ١٤ بوشکو شرابو او د کرسټال په نوم يوه اندازه توکو سره نيولى دى .
هرات هغه ولايت دى،چې په کې زياتې تښتونې تر سره کيږي او تښتوونکي د تښتول شوي تن د بېرته خوشې کېدو په بدل کې د پيسو غوښتنه کوي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن