ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار زرګونو خلکو د پاکستان پر ضد لاريون کړى

د ننګرهار زرګونو خلکو د پاکستان پر ضد لاريون کړى

author avatar
2 May 2013 - 11:21
د ننګرهار زرګونو خلکو د پاکستان پر ضد لاريون کړى
author avatar
2 May 2013 - 11:21

جلال ابآد (پژواک ١٢ غويى ٩٢): په جلال اباد ښار کې زرګونو کسانو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ او خپل افغان سرتېري يې ونازول.

تېره شپه د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني او  افغان ځواکونو تر منځ اوه ساعته نښته شوې، چې په پايله کې يې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه ويجاړه شوې ده.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د پاکستاني عسکرو له لوري د افغان سرحدي پوليسو پر پوسته بريد وشو او له هغه وروسته جګړه پيل شوه، په ترڅ کې يې څلور افغان سرتېري ټپيان شوي او يو وژل شوى دى. دغه راز لسو پاکستاني سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په جلال اباد ښار کې نن په زرګونو کسان د لاريون په ترڅ کې د وژل شوي سرتېري قاسم مجاهد جنازه د (مرګ پر پاکستان، مرګ پر اى اېس اى او ژوندي دې وي افغان ملي ځواکونه) شعارونو په ورکولو سره بدرګه کوي.

يو لاريون کوونکي رحمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې په لاريون کې پنځه افغان سرتېري لاريون کوونکو پر اوږو کېنولې او د وژل شوي سرتېري لوى لوى عکسونه هم له خلکو سره دي.

د هغه په وينا، د جلال اباد ښار ټول دوکانونه بند دي او ټول خلک لاريون او د وژل شوي سرتېري د جنازې لپاره راوتلي دي.

د سرحدي پوليسو شهيد شوى سرتېرى قاسم مجاهد نومېده او د ننګرهار ولايت د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکى و، چې په ګوشته ولسوالۍ کې يې دنده درلوده او تېره شپه له پاکستاني سرتېرو سره په جګړه کې ووژل شو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.