ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګوشته کې د وژل شوي افغان سرتېري په جنازه کې زرګونو خلکو ګډون وکړ

په ګوشته کې د وژل شوي افغان سرتېري په جنازه کې زرګونو خلکو ګډون وکړ

author avatar
2 May 2013 - 16:21
په ګوشته کې د وژل شوي افغان سرتېري په جنازه کې زرګونو خلکو ګډون وکړ
author avatar
2 May 2013 - 16:21

جلال اباد (پژواک ١٣ غويى ٩٢): په ګوشته کې د سرحدي دروازې پر سر له پاکستاني سرتېرو سره په جګړه کې د وژل شوي افغان سرتېري محمد قاسم مجاهد جنازې ته له بېلابېلو ولايتونو ځوانان ننګرهار ته ورغلي وو.

دغه مراسم چې د جلال اباد ښار په عيدګاه جومات کې ترسره شول، د افغانستان د سرحدي پوليسو د عمومي قوماندان جنرال ګل نبي وردګ په ګډون په کې زرګونو تنو برخه اخيستې وه.

تېره شپه د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ اوه ساعته جګړه وشوه، چې په ترڅ کې يې افغان ځواکونو د پاکستان له لوري د ننګرهار د سرحدي ولسوالۍ “ګوشته” کې جوړه شوې دروازه ويجاړه کړه.

دغه دروازه تېره مياشت پاکستاني ځواکونو درولې وه، چې د افغان دولت له سخت غبرګون سره مخ شوه او ولسمشر حامد کرزي امنيتي ځواکونو ته امر کړى و، چې په سيمه کې د پاکستاني پوستو او دروازې د لرې کولو لپاره اقدام وکړي.

يوې امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه جګړه هغه مهال پيل شوه، چې پاکستاني عسکرو په سيمه کې د افغان سرحدي پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.

د هغه په خبره، په جګړه کې يو افغان او اوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او د څلورو افغان سرتېرو په ګډون ګڼ شمېر پاکستاني پوځيان ټپيان شوي دي.

د وژل شوي افغان سرتېري محمد قاسم مجاهد مړى، چې کله د ننګرهار له ملکي روغتون څخه د جنازې لمونځ د ترسره کولو لپاره و ايستل شو، زرګونو هېوادوالو تر عيدګاه جومات پورې بدرګه کړ.

قاسم مجاهد د ننګرهار ولايت د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکى و.

د يادو زرګونو کسانو له ډلې اجمل خان، چې افغان سرتېري قاسم خان يې “د خپلې خاورې د دفاع د شهيد” په نوم ياداوه، پژواک ته وويل: “زه پر خپلو پوليسو فخر کوم، دوى له خپلې مور (خاورې) نه دفاع کړې، د خپل ناموس ساتنه يې کړې ده.”

هغه پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې نور د خپلې خاورې په دفاع کې د پاکستان پر وړاندې مقابلې ته راپاڅېږي.

د جنازې د مراسمو پر مهال د جلال اباد ښار ټول دوکانونه تړلي وو.

د محمد قاسم مجاهد د جنازې تر مراسمو وروسته چې شاوخوا يوولس بجې د عيدګاه په جومات کې ترسره شول، د جنازې ګډونوالو د افغان ځواکونو د زړورتيا په وياړ پنځه سرتېري په اوږو پورته کړل.

خلکو د وژل شوي سرتېري لوى لوى عکسونه هم له ځان سره لېږدول، افغان ځواکونه يې ستايل او د پاکستان پر ضد يې شعارونه ورکول.

د رحمت الله په نوم يوه تن چې جنازې ته له کابله ورغلى وو، غوښتنه وکړه چې محمد قاسم ، د غازي امان الله خان د قبر ترڅنګ خاورو ته ورسپاري.

د امان الله مقبره د جلال اباد ښار په ” امير شهيد باغ ” کې ده.

د افغانستان د سرحدي پوليسو عمومي قوماندان جنرال ګل نبي وردګ په عيدګاه جومات کې خبريالانو ته وويل، چې که څه هم قاسم ته تر جنازې وړاندې يو څه عسکري رسم تعظيم وشو، خو د بشپړو مراسمو لپاره به يې جنازه د لومړي نمبر سرحدي زون قوماندانۍ ته يووړل شي.

وردګ په دې اړه چې دغه افغان سرتېرى به چېرته خاورو ته وسپارل شي، وويل: “موږ نه خو خلک غواړي چې د غازي امان الله خان له مقبرې سره يې نږدې خښ کړي، خو موږ به اول د دوى د کورنۍ سره مشوره کوو.”

محمد قاسم مجاهد د ننګرهار ولايت د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکى و.

د سرحدي پوليسو يوه افسر چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي له پژواک سره په خبرو کې د محمد قاسم  د وژل کېدو په اړه وويل، چې هغه د ويجاړې شوې دروازې ترڅنګ د افغانستان بيرغ دراوه چې ورته څېرمه د هاوان ګولۍ ولګېده او ويې واژه.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.