Language

په مزار کې يو شمېر غله نيول شوي

مزارشريف (پژواک ١٧ غويى ٩٢): په بلخ ولايت کې د ځينو عملياتو پر مهال يو شمېر غله او سلګونه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي نيول شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ جنايي مديريت مرستيال او سرپرست سمونوال احمد فريد د غويي په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روانې اونۍ په اوږدو کې يې د يو لړ عملياتو پر مهال يو شمېر غله نيولي دي.

نوموړي زياته کړه، چې له دې ډلې يې درې تنه د کرولا موټر د تښتونې په تور ونيول او د لومړنيو څېړنو په ترڅ کې يې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

د هغه په وينا، دغو کسانو درې ورځې وړاندې له مزارشريف ښار څخه د هوايي ډګر په لور کرولا ټيکسي موټر کرايه کړی و، چې پر لاره يې د موټر چلوونکي له وهلو ټکولو وروسته موټر سمنګان ولايت ته لېږدولی و.

همداراز ۴ کسان يې د يو موټرسايکل د تښتونې، يو کس د قتل او يو بل يې د جعل کاري په تورونو نيولي دي.

د يو بل خبر له مخې،د دغه ولايت د ملي امنيت رياست په چمتال ولسوالۍ کې سلګونه کيلوګرامه چاودېدونکي کشف او له نيولو وروسته يې له منځه وړي دي.

په شمال زون کې د وسلې ټولونې پروسې مسوول جنرال عبدالمنان پژواک اژانس ته وويل، چې نن ورته ملي امنيت ۵۴۵ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، د راکټ، هاوان او بي اېم يو ۹۰ مرمۍ وسپارلې.

نوموړي زياته کړه، چې دغه چاودېدونکي توکي او وسلې په چمتال ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له خوا د ډېپو په ډول ځای پر ځای شوې وې، څو په مزارشريف ښار کې يې د ناامنۍ پيدا کولو په موخه وکاروي.

د هغه په وينا، دوی ته سپارل شوي ټول چاودېدونکي توکي او مرمۍ په سمه توګه د کارېدو وړ نه وې، چې له منځه يې يوړې.

جنرال منان وويل، چې د پېښې په تور څو کسان نيول شوي هم دي، خو کره شمېر يې نه شي په ډاګه کولی.

Related Topics