Language

نورستان کې د پاکستان پر ضد لاريون وشو

جلال اباد (پژواک١٧غويى٩٢): د نورستان لسګونو قومي مشرانو د ګوشتې ولسوالۍ بريد په کلکه وغانده او له افغان پوليسو څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

 د غويي په ١٧مه، د نورستان مرکز پارون کې د نورستان د قومونو سراسري شورا له لوري د سلګونو قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون د يوې اعلاميي په خپرولو سره پر ګوشتې ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو بريد او د هغوى د تاسيساتو جوړول په کلکه وغندل او زياته يې کړه، چې د نورستان قومونه د خپلو پوليسو څخه په هر حال ملاتړ کوي.

 قومي مشر قربان الله پژواک ته وويل چې پاکستان د نړيوالو قوانينو خلاف کار تل له افغانستان سره کړى او له موقعې يې استفاده کړې ده.؛

 ده وويل چې نور د نورستان د ولسونو زغم تر اخري بريده رسېدلى او چمتو دي، چې د پاکستان پر ضد راپورته شي او له خپلو سرحدونو څخه له پوليسو سره يوځاى دفاع وکړي.

 قربان الله وويل: ((پاکستان نور څه نه غواړي، بس غواړي چې يوه لويه جګړه رامنځته شي، دا به د پاکستان لپاره ښه نه وي.))

 د غونډې يو بل ګډونوال صابح الدين هم ورته خبره کوي او زياتوي چې پرته له دې چې افغان دولت د دوى محاربوي ملاتړ وکړي، له پاکستان سره جنګ کولى شي.

 ده وويل چې پاکستان يې پر حريم تېرى کړى او د دغه تېري مخنيوى به له دولت سره په شريکه کوي.

 د پارون يو بل اوسېدونکى جمال وايي، چې د پاکستان په مقابل کې نور د دوى احساسات نه پټيږي او لرې نه ده چې ورپسې راجګ شي او تر منځ يې جګړه رامنځته شي.

 دى وايي: ((توغندي راباندې راغورځوي، طالبان رالېږي، جنګ جوړوي، نو اخر څومره به مونږ زغم کوو.))

 جمال پر افغان دولت غږ کوي چې ټول ولس يې تر شا ولاړ دى او نور دې د پاکستان په مقابل کې چوپه خوله نه پاتې کيږي او د خپلې خاورې دفاع دې ترې ښه په ميړانه وکړي.

 بل خوا د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم عمريار هم د نورستان پر مېشتو ولسونو غږ وکړ چې د خپلو ملي ځواکونو ملاتړ دې وکړي، تر څو دوى ښه په مېړانه د خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.

 هغه زياته کړه: ((چې ولس د دولت سره يوځاى وي، هېڅ طاقت به د افغانستان پر خاورې تېرى ونه کړي.))

 ياده دې وي چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ګوشتې ولسوالۍ په ګونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني پوله ساتونکو ځواکونو له لوري يو شمېر پاخه تاسيسات او دروازه جوړه شوې، چې له امله يې د افغان او پاکستان  د دولت تر منځ اړيکې ترينګلې شوې.

Related Topics