Language

هلمند کې چاودنې نهه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

لښکرګاه (پژواک ١٨ غويى ٩٢): په هلمند ولايت کې د ملکي وګړو پر يوه موټر د ماين چاودنې نهه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ امر سمونوال محمداسماعيل هوتک د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار اته بجې د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د دې سيمې اوسېدونکي په يو سراچه مو‌ټر کې لښکرګاه ته روان وو، چې په لاره کې پرې د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.

هوتک وايي، په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي  او پنځه نور ټپيان دي  چې په لښکرګاه کې ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغه روغتون يوه ډاکټر، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د يوې مېرمنې په ګډون شپږ ټپيان ور وړل شوي.

سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړباله.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics