Language

غزني ښار به د ٢٠١٣ کال نمانځلو ته چمتو نه شي

غزني (پژواک ٢٠ غويى ۹۲) : د غزني زيات شمېر اوسېدونکي شکايت کوي ،چې د ٢٠١٣ کال لپاره د تياري په موخه په پنځو کلونو کې د غزني ښار ته هيڅ کار ونه شو  او دا شونې نه ده ،چې په پنځو مياشتو کې دې تياري ونيول شي .

د ٢٠١٣ کال د نمانځنې لومړي مراسم د وري په ٢٤مه تر سره شول او وروستي هغه به يې پنځه مياشتې وروسته د تلې په ١١مه تر سره کيږي.

د غزني ښار اوسېدونکى حاجي راز محمد وايي ، شونې نه ده ، چې د اسلامي فرهنګ پلازمېنې د نمانځلو وروستۍ غونډې لپاره چمتوالى بشپړ شي .

هغه په دولت تور لګوي ،چې غزني ته يې هيڅ پاملرنه ونه کړه ، تر څو د ٢٠١٣ کال لپاره پلان شوې پروژې بشپړې کړي .

حاجي رازمحمد د غزني والي تورنوي ،چې خلکو ته دروغجنې ژمنې ورکوي او هره ورځ وايي ،چې په راتلونکو پنځو مياشتو کې به د ٢٠١٣ کال د نمانځلو ټولې پروژې بشپړې شي .

د ده په وينا، د ٢٠١٣ کال په پروژو کې هوايي ډګر،دوه نړيوال هوټلونه ،د ښار برېښنا شامله وه،چې د دې پروژو تر دې مهاله کار هم نه دى پيل شوى.

د غزني يو بل اوسېدونکى محمد عارف هم وايي ، شونې نه ده چې په راتلونکو پنځو مياشتو کې دې تيارى بشپړ شي او تر لاس لاندې پروژې دې تکميل شي .

د ده په وينا، د ٢٠١٣ کال د نمانځلو وروستي مراسم پنځه مياشتې وروسته ترسره کيږي په داسې حال کې ،چې د اسلامي ثقافت د پروژې کار نيمايي هم نه دى بشپړ شوى .

دى وايي له لويه سره غزني ته هيڅ پاملرنه ونشوه کوم کارونه ،چې د ٢٠١٣ په نوم شوي ، هغه په نورو ولايتونو کې تر دې مخکې ترسره شوي وو.

عارف زياتوي، چې په تېرو پنځو کلونو کې بايد د ٢٠١٣ کال سترې پروژې  بشپړې شوې واى خو دې پروژو ته هيڅ پاملرنه ونه شوه .

د اسلامي ثقافت په نوم ستره پروژه کې د غونډو تالار،يو جامع جومات،پټ بازار او د اسلامي زده کړو او روزنې يو مرکز،چې څو ودانۍ په کې شاملې دي ،تر کار لاندې دي.

د غزني پوهنتون استاد عنايت الرحمن مايار وايي ،چې د دې پرژو د نه پلې کيدو پوښتنه بايد له ولسمشره وشي ،چې ولې يې غزني او د اسلامي ثقافت پلازمېنې ته په کمه سترګه وکتل.

مايار د غزني په چارواکو هم نيوکه کوي او زياتوي ،چې بايد د غزني خلکو ته  د نيمګړي کار او پاتې راتلو ځواب ووايي .

نوموړى وايي ، چې دا د خلکو تېر ايستل دي ،چې د اوو کلونو کار او سترې پروژې دې په پنځو مياشتو کې بشپړې شي او د ٢٠١٣ کال مراسم دې سم او په نړيواله کچه ونمانځل شي .

خو د غزني والي موسى خان اکبرزاده سره له دې ،چې د خلکو نيوکې پر ځاى بولي ،خو زياتوي ،چې د ٢٠١٣ کال د وروستيو مراسمو تر نمانځلو به تر لاس لاندې ټولې پرژې بشپړې کړي .

والي زياتوي د هوايي ډګر،هوټلونو،ښاري برېښنا او کاناليزسيون د پروژو نه پلي کېدل د ولايت ملامتي نه ، بلکې د اړوند وزراتونو ملامتي ده،چې پخپل کار کې پاتې راغلل .

هغه د مالي وزارت د پيسو په نه لېږد او نور اړوند وزارتونه په خپل کار کې په ناغيړۍ تورن کړل او زياته يې کړه ،چې په دې اړه دې له وزيرانو پوښتنه وشي .

اکبرزاده هيله وښوده،چې د روان لمريز کال د تلې مياشتې تر وروستيو پورې به تر کارلاندې پروژې بشپړې شي او د اسلامي فرهنګ د نمانځنې وروستي مراسم  به په ښه توګه ونمانځل  شي .

غزني ښار په ٢٠٠٧ کال کې د ليبيا په پلازمېنه طرابلس کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ وزيرانو د ګډې غونډې پر مهال په ٢٠١٣ کال د اسلامي فرهنګ پلازمېنه ونومول شو.