Language

د لوګر د کډوالو ښارګوټي استوګن اسانتياوې غواړي

پل علم ( پژواک ٢٠ غويى ٩٢) : د لوګر ولايت د کډوالو په ښارګوټي کې مېشت اوسېدونکي وايي ، چې که يې  د څښاک اوبو او روغتيايي مرکز د نشتوالي ستونزې هوارې نشي، نو د کورونو په پرېښودو به لاس پورې کړي.

دغه ښارګوټى په ١٣٨٤ کال کې پرانيستل شو او په کې ٢٧٥٥ کورنيو ته د کورنو نومرې ووېشل شوې،خو اوس د ستونزو له امله يواځې ٦٠٠ کورنۍ په کې اوسيږي.

د کډوالو د شورا مشر حاجي عاشور وايي : (( په دې نيت خپل هېواد ته راستانه شوو،چې خپل کور اباد کړو ،خو دلته مو هيچا ستونزو ته پاملرنه ، نه ده کړې .))

د ګل اغا په نوم د کډوالو ښارګوټي يو بل اوسېدونکى هم ورته شکايتونه لري او زياتوي،چې په تېرو څو کلونو کې يې له چارواکو سره ستونزې شريکې کړې، خو چا يې غږ نه دى اورېدلى.

د ده په وينا ، د کډوالو ښارګوټي د لېسې زده کوونکي د زده کړو لپاره ١٥ کيلومتره لرې ښوونځي ته ځي .

نوموړى وايي، ښارګوټي ته له مرکزه راغلې لاره هم خرابه ده،چې له همدې امله د ښارګوټي استوګن له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د لوګر د کډوالو چارو رييس نوراحمد صالحي هم په ښارګوټي کې د استوګنو ستونزې مني او زياتوي ،چې دوى يواځې نويو راستانه شويو کډوالو ته د کور جوړولو اسانتيا او يوه نومره ځمکه ورکولى شي، نور امکانات نه لري .

صالحي زياتوي ،د کډوالو رياست تر څنګ د پوهنې ،عامې روغتيا،فوايد عامې ،د کليو پراختيا او ښاروالۍ رياستونه هم مسووليت لري ،چې په اړونده برخه کې کار وکړي .

د ده په وينا، د کډوالو له نړيوال سازمان څخه يې غوښتي، چې د ښارګوټي استوګنو ته د څښاک اوبه برابرې کړي او په دې برخه کې نورې دولتي ادارې هم خپله مرسته ونه سپموي .

هغه وايي ، چې په پام کې لري ٢٠٠٠ نومرې نورې هم ووېشي ،خو د ځمکو مافيا يې مخه نيسي او د ښار د پراختيا او ښاري خدمتونو پر وړاندې خنډونه را پيدا کوي.

د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالوکيل هم دکډوالو په ښارګوټي کې شته ستونزې مني او زياتوي،چې په دې اړه يې له اړونده ادارو سره خبرې کړې دي ،خو هغوى په خپل کار کې په کمزورۍ او ناغېړۍ تورنوي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.