چاريکار( پژواک ٢٠ غويى ٩٢) : چارواکي وايي ،چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې يوه ځانمرګي موټر چلوونکي ځان ته چاودنه ورکړې او دده په ګډون درې تنه ووژل شول او څلور نور ټپيان دي.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د غويي په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل،چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د تګاب په تتر خېلو سيمه کې رامنځ ته شوه.
نوموړى وايي،موټر چلوونکي ځانمرګي واسکټ اغوستى و او له ځانه سره يې په خپل سراچه موټر کې سواري هم لېږدول ،چې د پوليسو د تلاشۍ په پوسته کې يې موټر ودرول شو.
د قادري په وينا ، ځانمرګي تر تلاشي مخکې ځان ته چاودنه ورکړه ،چې د ده په ګډون په موټر کې سپره يوه مور او ماشوم وژل شوي او څلور نور سواري، چې عام وګړي دي، ټپيان شوي.
هغه زياته کړه، د پېښې ټپيان يې سمدستې په سيمه کې د مېشتو فرانسوي ځواکونو پوځي مرکز ته ولېږدول ،خو هلته يې د سختو ټپونو له امله درملنه ناشونې وه، چې بيا د فرانسوي پوځي ډاکټرانو په غوښتنه د بګرام پوځي روغتون ته ولېږدول شول.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسول فقيراحمد صديقي هم پېښه تاييد او زياته يې کړه، چې کشفي ارګانونو ته درې ورځې مخکې خبر رسېدلى و،چې وسله وال د کاپيسا په مرکز محمود راقي کې د بريد پلان لري، نو له همدې امله امنيتي ځواکونو خپل تدابير سخت کړي و.
د ده په وينا ، د چاودنې ځاى ته نږدې يو پوليس هم ټپي شوى ،خو ده يې روغتيايي حالت ښه وباله.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن