Language

بلخ کې يو قاتل پر اعدام محکوم شو

مزارشريف (پژواک ٢٢ غويى ٩٢): د بلخ استيناف محکمې د دهدادي ولسوالۍ يو اوسېدونکی د خپلې مېرمن د وژنې په جرم په علني محکمه کې پر اعدام محکوم کړ.

د دغه ولايت د استيناف محکمې رييس قاضي فضل الدين د غويي په ٢٢مه د دې علني محکمې په ترڅ کې د دواړو لورو د خبرو له اورېدو وروسته وويل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون د ۲۲مې مادې او د هېواد د سزا قانون د ۳۹۵مې مادې له مخې، شاه محمد د خپلې مېرمن د وژنې په تور پر اعدام محکوم شو.

نوموړي زياته کړه، د استيناف محکمې جزايي پلاوي د دهدادي ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې پرېکړه، چې شاه محمد يې له مخې برائت شوی و، لغوه اعلان شوه.

د هغه په وينا، استيناف د پېښې په اړه له ژورو څېړنو او د دواړو لورو د څرګندونو له اورېدو وروسته پر شاه محمد د اعدام حکم وکړ.

د وژل شوې نسيمې خاوند شاه محمد د محکمې په ترڅ کې د قاضي د پوښتنو پر وړاندې له يو څه ځنډ غلي پاتې کېدو وروسته وويل، قانون چې يې پر وړاندې هره پرېکړه وکړي، ده ته د منلو وړ ده.

د نسيمې پلار شاه محمود د محکمې په ترڅ کې د خپلو خبرو په اوږدو کې وويل، د تېر لوى اختر په ورځ په دهدادي ولسوالۍ کې هغه مهال چې خلک د اختر د لمانځه لپاره جوماتونو ته ولاړل، زوم يې شاه محمد د ده لور نسيمه پر چاړه حلاله کړې وه.

نوموړي زياته کړه، چې دی د استيناف محکمې له شوې پرېکړې خوښ دی او د خپل هېواد پر قانون يې اعتبار لا پسې زيات شو.

د استيناف محکمې رييس وويل، چې دغه حکم به اخري نه وي، دواړه لوري د تميز محکمې غوښتنه کولی شي.

نوموړي زياته کړه، چې د روان کال په اوږدو کې د بلخ ولايت ټولو محکمو ته ۳۸۵ دوسيې وړاندې شوې، چې يواځې ۲۵۱ دوسيې تر څېړنو لاندې دي او پر پاتو باندې د هېواد د قانون له مخې پرېکړې شوې دي.

د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې ډېری دوسيې د وژنې، غلا، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي، او جعل کارۍ دي.

Related Topics