غزني (پژواک ۲٣ غويى ۹۲): د غزني ډېرى اوسېدونکي وايي، چې اوس هم په ځينو سيمو کې د بابېړي په نوم ناوړه دود پر خپل ځاى پاتې دى او په کورنيو کې يې ستونزې را پيدا کړې دي.
بابېړى هغو پيسو ته ويل کېږي، چې د نجلۍ کورنۍ يې د واده ځنډېدو له امله تر اصلي ولور اضافي پيسې د زوم له کورنۍ څخه اخلي.
د مقر ولسوالۍ اوسېدونکى رحمت الله هغه څوک دى، چې خپل خسر ته يې بابېړى ورکړى دى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، تېر کال يې ټول ولور د خسر کورنۍ ته ورساوه، خو په واده کې د ځنډ له امله اوس ترې بابېړى غوښتل کېږي .
د ده په وينا، که په ټولنه کې دغه ناوړه دودونه له منځه ولاړ شي، نو په کورنيو کې به هيڅ ستونزه رامنځ ته نه شي.
د ده په خبره: ((دوه کاله مخکې مې په ٥٥٠ زره افغانۍ کوژده وکړه، پيسې مې هم ورکړې، خو اوس مې د خسر کورنۍ نورې پيسې هم غواړي.))
د اندړو ولسوالۍ پر يوه اوسېدونکى احمدخان باندې هم د خسر د کورنۍ له لوري بابېړى اېښودل شوى، چې اوس يې د ورکړې توان نه لري.
دى وايي، د ولور يو ميليون کلدراې يې خپل خسر ته رسولې دي، خو په واده کې د ځنډ له امله يې خسر اوس د سل زره نورو پاکستانۍ کلدارو د ورکړې غوښتنه کوي.
احمد خان بابېړى ناوړه دود بولي او زياتوي، چې د دغه دود مخنيوى دې وشي، ځکه دغه کار په ټولنه کې د اختلافاتو او کرکې لامل کېږي.
د خيرمحمد په نوم يو پلار، چې له خپل زوم څخه يې بابېړى اخيستى وايي، درې کاله يې لور په کور کې ورته ناسته وه، په هغې يې لګښت کړى، مجبوره دى چې بابېړى ترې واخلي.
دى زياتوي، هر څوک چې کوژده کوي نو بايد واده هم زر وکړي، ځينې کورنۍ داسې دي چې درې کاله يې نجلۍ کېنولې وي او واده نه کوي.
ديني علما بابېړى ناروا بولي او زياتوي، په لومړۍ ورځ چې کوم مهر يا ولور وټاکل شي له هغه زيات اخيستل روايت نه لري.
ديني عالم عبدالباري حقاني وايي، چې له معلوم مهره زياتې پيسې اخيستل حرامې دي او له اسلامي پلوه بابېړى ناروا او ناوړه دود دى.
له دې پرته نور دودونه هم شته، چې د ډېرى کورنيو تر منځ يې ستونزې را پيدا کړې او په ټولنه کې يې ګډوډي رامنځ ته کړې ده.