Language

خلکو د ده سبز په نوي ښارګوټي کې له تاوتريخوالي ډک لاريون وکړ

کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): د ده سبز په نوي ښارګوټي کې له دوو زرو ډېرو لاريون کوونکو له تاوتريخوالي ډک لاريون وکړ او د خپلو استملاک شوو ځمکو د پيسو غوښتنه يې کوله.

لاريون نن سهار شاوخوا ٩ بجې د دغه ښارګوټي دننه پيل او د بګرام هوايي ډګر ته د پلچرخي غځېدلى سړک يې د ترافيکو پر مخ بند کړ.

لاريون کوونکو، چې لرګي او ډبرې يې په لاسونو کې وې، پوليس او خبريالان په کاڼو ويشتل، چې له امله يې  د کابل امنيه قوماندانۍ مرستيال مل پاسوال محمد داوود امين او د پژواک خبري اژانس تصوير اخيستونکى د پښو په برخه کې سرسري ټپيان شول.

دوى، چې د ښار جوړولو وزارت او کابل والي پر ضد يې شعارونه ورکول، د ښارګوټي دننه يې يوه لويه خېمه او کانټينري غرفه هم ويجاړې کړې.

دغه لاريون د کابل د ده سبز او قره باغ د ولسي شورا له خوا ترتيب شوى و او له دولت نه يې د استملاک شوو پيسو غوښتنه کوله.

د ده سبز ولسي شورا رييس حاجي مير افضل پژواک ته وويل، چې دولت له تېرو پنځو کلونو راهيسې د ده سبز او قره باغ د خلکو ٢٧٠جريبه ځمکه د ښارګوټي جوړولو لپاره استملاک کړې، خو پيسې يې لا هم نه دې ورکړې.

هغه زياته کړه: ((دولت نه زموږ پيسې راکوي او نه مو په دې ځمکو کرکيلې ته پرېږدي.))

يوه بل لاريون کوونکي ملااحمدجان وويل، چې دوى به تر مرګه له خپل حق نه دفاع وکړي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب، چې ولې يې تاوتريخوالي ته مخه کړه؟ وويل: ((پنځه کاله وشول، چې دولت زموږ د اسنادو لرونکو ځمکو پيسې نه راکوي، موږ غولوي، نور يې حوصله نه لرو.))

ياد لاريونونه نن له غرمې وړاندې يوولس بجې پاى ته ورسېدل.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت هم د ده سبز سلګونو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومته وغوښتل، چې د يوې مياشتې په اوږدو کې دې  د دوى د هغو ځمکو ستونزه حل کړي، چې د کابل د نوي ښار تر پلان راغلي دي، که داسې ونه شول نو تاوتريخوالي ته به مخه کړي.

د کابل نوي ښار د پروژې طرحه د ولسمشر د ١٣٨٥ لمريز کال د فرمان له مخې ترتيب شوه، ځکه د کابل اوسنى ښار، چې د نږدې يو ميليون نفوس لپاره جوړ شوى،  اوس مهال په کې نږدې  ٤،٥ ميليونه کسه ژوند کوي، چې د دومره کسانو د ځايولو وړتيا نه لري.

د کابل نوى ښار د کابل د ده سبز ولسوالۍ او د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ د باريک اب سيمې را نغاړي.

د کابل نوي ښار پروژې د پراختيا ادارې رييس انجنير غلام سخي حسن زاده  تېر کال د ليندۍ په مياشت کې پژواک ته ويلي وو،  چې د دې پروژې طرحه او ډيزاين بشپړ شوى او د عملي کار لپاره يې په راتلونکي مالي کال کې ماليې وزارت ته د  ٤٤.٧٥٧ ميليون امريکايي ډالرو بوديجې وړانديز کړى دى.

د هغه په خبره، له يادې بوديجې پرته د کابل نوي ښار تر ماسټر پلان لاندې ١١١٠ جريبه راغلو ساحو د استملاک لپاره ٢٠ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده او دغه اندازه پيسې هم د راتلونکي مالي کال د بوديجې په وړانديز کې شاملې دي.

د سرچينې په وينا، هغه کسان چې خپلې ځمکې يې په دې پروژه کې تصفيه کړې، دې ادارې ته مراجعه وکړي او خپلې ځمکې دې استملاک کړي.

د دې ادارې د رييس په وينا، دغه ښار په ټوليز ډول ٧٤٩کيلومتره مربع ځمکه را نغاړي، چې د درې ميليونو وګړو د استوګنې ظرفيت به ولري.

د هغه په خبره،  ټاکل شوې چې دغه پروژه  د دوو پړاوونو په ترڅ کې په ٣٠ کلونو کې پلې شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.