Language

په حصارک کې د ١٧ وسله والو د وژلو خبر ورکړل شو

جلال اباد، کابل ( پژواک ٢٦ غويى ٩٢) :چارواکي وايي ، چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د دوه ورځنيو عملياتو په ترڅ کې ١٧ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د ننګرهار دامنيه قوماندانۍ د رسنيو مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال  نن د( غويي په ٢٦مه) پژواک خبرى اژانس ته وويل ، چې  دا عمليات پرون سهار د ګډو ځواکونو له لوري پيل شول،چې اوس هم   د داوودکلا،رشيد کلا او جبارخيلو په سيمو کې روان دي.

نوموړى زياته کړ، چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او د سيمې اوسېدونکو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى .

د مشرقيوال په خبره،د حصارک په عملياتو کې افغان او بهرني ځواکونه برخه لري ،چې د سيمې د تصفيې لپاره به  څو ورځې نور هم دوام وکړي.

طالبان او حزب اسلامي د حصارک د عملياتو په اړه بېلابېلې ادعاوې لري او زياتوي،چې بهرنيو ځواکونه ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي،چې د حصارک په جګړه کې ١٠ امريکايي سرتېري او ٦ طالبان وژل شوي ، خو د حزب اسلامي په استازيتوب محمد زبير صديقي  پژواک ته وويل ، چې  په حصارک يې ١٥ امريکايي سرتېري وژلي دي.

د يوبل خبر له مخې ،د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي ، چې په بېلابېلو پېښو کې څلورو  وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه نور نيول شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غويي په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې  يو وسله وال طالب د ميدان ښار په يوه اړونده سيمه کې پر امنيتي ځواکونو له بريده وروسته په ځوابي ډزو کې  ووژل شو او يوبل ټپي شو .

 نوموړي زياته کړه ، چې دغه راز د ميدان ښار په يوه بله اړونده سيمه چارکه کې د طالبانو  يوسرګروپ ، د حزب اسلامي له يوه وسله وال سره ټپيان شوي دي.

ده وويل ، چې له يادو کسانو څخه مرمۍ او د ملي اردو لباسونه هم ترلاسه شوي دي.

خوږياڼي وويل ، چې ددغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د يوه طالب سرګروپ پر کور  امنيتي ځواکونو عمليات کړي او د دغه سرګروپ دوه زامن يې ژوندي نيولي دي.

ده ادعا وکړه ، چې له ياد کور څخه يې يو کلاشينکوف ، يوه تومانچه ، دوه موټر سايکلونه ، يوه مخابره او نور چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه ، چې په دې ټولو پېښو کې امنيتي ځواکونو او عامو وګړيو ته زيان نه دى اوښتى.

د سيمې اوسېدونکو او وسله والو تراوسه پورې د والي د وياند د يادو ادعاو په اړه څه نه دي ويلي .

بله خوا وسله والو طالبانو د ميدان وردګو په دايميردادو ولسوالۍ کې پر دفاعي امنيتي پوستو د بريدونو او په سيداباد ولسوالۍ کې پر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د بريدونو او مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې کړي ، چې د والي وياند خوږياڼي د طالبانو يادې ادعاوې رد کړې.

Related Topics