Language

د هلمند تخنيکي او مسلکي انسټيټيوټ ته نوې ودانۍ جوړيږي

لښكرګا (پژواك ۳۰ غويى ۹٢): د هلمند په مركز لښكرګا كې د مسلكي او تخنيكې زده كړو انسټېټيوټ د ودانۍ د بنسټ ډبره كېښودل شوه او په ناوې ولسوالۍ كې د روغتيايي مرکز نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د غويي په ۳۰ مه په لښكرګاه كې خبريالانو ته وويل، چې د تخنيكي او مسلكي زده کړو مركز لپاره دوه ودانۍ جوړيږي.

نوموړى زياتوي، دغه ودانۍ په درېيو پوړونو کې د ليليې او تدريسي لپاره جوړيږي.

د والي په خبره، د تدريسي بلاک به ۳۰ خونې او د ليليې هغه به ۴۵ خونې ولري.

د والي په وينا، د تدريسي او ليليې بلاکونو تر څنګ به د زد ه کوونکو لپاره خوړنځى او نورې اسانتياوې هم ولري.

هغه زياته کړه، د دغو ودانيو د جوړولو چارې به په يو نيم کال کې بشپړې شي او لګښت يې، چې ٧٥ ميليونه افغانۍ دى، د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې ورکول کېږي.

په ياد انسټيټيوټ کې د سروې،د سړکونو د ساتنې او د کانال پاکولو تر څنګ په اداره، کمپيوټر، انجنيري او انګليسي ژبې په برخو کې ٥٤٠ نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي.

د هلمند د پوهنې رييس محمدنسيم ساپى وايي، د تخنيكي او مسلكي روزنې مرکز په جوړېدو به د زده کوونکو د زده کړې ټولې ستونزې لرې شي.

د ده په وينا، تر دې مخکې د دغه مرکز زده کوونکو په يو کرايي کور کې زده کړې کولې،چې د نويو ودانيو په جوړېدو به د زده کوونکو شمېر زيات او زده کړې به معياري شي.

د ادارې په برخه کې زده کوونکى نورالرحمن په دې خوښ دى، چې انسټيټيوټ ته نوې او عصري ودانۍ جوړيږي .

دى وايي:: ((موږ په يو کرايي کور کې زده کړې کوو، چې د يو ستر تخنيکي او مسلکي انسټيټيوټ لپاره مناسب ځاى نه دى.))

دغه راز د هلمند والي وايي، چې تېره ورځ ناوخته يې په ناوې ولسوالۍ كې هم يو روغتيايي مركز پرانيست، چې نهه خونې لري او پر يو جريب ځمکه جوړ شوى دى.

د ده په خبره، ياد روغتيايي مرکز به د سيمې د خلکو لپاره ګټور روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي او د زرګونه خلکو روغتيايي ستونزې به ورسره هوارې شي.

Related Topics