Language

هلمند کې د واکسين پروګرام کار کوونکى وژل شوى

لښكرګاه (پژواك ۶ غبرګولى ۹۲): د هلمند د ناوې ولسوالۍ د ترخه ناور سيمې لسګونو اوسېدونکو، چې لښکرګاه ته د احتجاج په ډول راغلي وو، ادعا کوله، چې د ملي اردو ځواکونو يو ملکي وګړى وژلى دى.

احتجاج کوونکو د وژل شوي كس جسد پرون ناوخته د ولايت مقام مخې ته راوړى و او له دولت څخه يې د پېښې د څېړلو او عاملينو ته يې د سزا وركولو غوښتنه كوله.

د محمدزمان په نوم يوه تن خبريالانو ته وويل، چې زوى يې د پوليو د واكسين رضاكار و، ۱۹ كاله يې عمر در لود، خو تېره ورځ د ملي اردو د سرتېرو له خوا پر ډزو ووژل شو.

د نوموړي په وينا، دوى يې مړى لښكرګاه ته د دې لپاره راوړى چې چارواكې يې پوښتنه وكړي او عاملينو ته يې سزا وركړي.

يوه بل کس ګل محمد خبريالانو ته وويل: ((زه خپله د ملي اردو له سرتېرو سره ولاړم چې نږدې سيمه كې يې پر يوه تن ډزې وكړې او ويې واژه.))

د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاكټر عنايت الله غفاري پژواك اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه كې يو تن د واكسين رضاكار په داسې حال كې وژل شوى چې پر موټرسايكل خپل كور ته روان وو.

نوموړي وويل، په دې اړه معلومات نه لري چې كار كوونكى يې د چا له خوا وژل شوى دى.

بلخواپه هلمندكې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان اركان حرب سيد ملوك پژواك اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه كې د ملي اردو پر سرتېرو تر بريد وروسته يو تن وژل شوى او يوه پايه مخابره ترې ترلاسه شوې ده.

نوموړي د واكسين د كاركوونكي د وژنې په اړه معلومات نه درلودل.

Related Topics