غزني (پژواک ٨ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، چې د غزني مرکز اړوند د حيدراباد ښوونځي مخې ته د ماين چاودنې درې زده کوونکې ټپيانې کړې او د دې چاودنې عامل د پوليسو له خوا وژل شوى دى.
د غزني د والي وياند فضل الرحمن سباوون د غبرګولي په ٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنې درې نجونې زده کوونکې ښوونځي ته د ننوتو پر مهال ټپي کړې دي.
د ده په وينا، چاودېدونکي توکي د ښوونځي دروازې ته نږدې پر يوه بايسکل اېښودل شوي وو، چې د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه ورکړل شوه.
د سباوون په خبره، تر چاودنې سمدستي وروسته پوليسو د ماين چاودنې عامل وپېژاند او ځاى پر ځاى يې پر ډزو وواژه.
د حيدر اباد ښوونځى د ښار لوېديځ لور ته په يوه امنه سيمه کې موقعيت لري.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې له يادې پېښې درې ټپي زده کوونکې او يو تن کارګر د درملنې لپاره ور وړل شوي دي.
دا په غزني کې د خپل ډول لومړۍ پېښه ده، چې د ښوونځي زده کوونکي په کې په نښه کېږي.
تر دې مهاله د دولت وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.