Language

د ګرشک خلک د بيارغونې کارونه غواړي

لښكرګاه (پژواك ۸ غبرګولى ۹۲): د هلمند د ګرشك ولسوالۍ اوسېدونكي شکايت کوي، چې د دولت د نه پاملرنې له امله يې په سيمه كې هيڅ ډول كار نه دى شوى.

د ګرشک د زمبلي سيمې يو اوسېدونكى او قومي مشر حاجي عبدالاحد وايي، چې په تېرو يوولسو كلونو كې يې په سيمه كې جګړې روانې دي او له امله يې تر دې مهاله د ژوند له هر ډول اسانتياوو بې برخې دي.

نوموړي پژواک خبرى اژانس ته وويل، ښوونځي نه لري، ماشومان يې زده كړو ته لاسرسى نه لري، روغتيايي مركزونه نه دي جوړ شوي، ناروغان د درملنې لپاره لښكرګاه يا نورو سيمو ته وړي.

يو بل قومي مشر حاجې يارمحمد بيا وايي، چې د كرنې په برخه كې هم ګڼې ستونزې لري، د اوبو بندونه خراب شوي او سړكونه يې كنډوكپر دي.

نوموړي وويل، مخكې كه مرسته شوې هم وي، د يو شمېر زورواكو لاسته ورغلې او اړو كورنيو ته نه ده رسېدلې.

يادې ستونزې د ګرشك ولسوال محمدفهيم موسى زى هم مني او وايي، چې د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو كې نا امنيو د پرمختګ مخه ډب كړې او د دوى هڅه دا ده، چې د خلكو په مرسته امنيت ټينګ او د پرمختګ چارو ته لاره هواره كړي.

نوموړي د ګرشك ولسوالۍ له اوسېدونكو وغوښتل، چې د امنيت او سولې په برخه كې له امنيتي ځواكونو سره مرسته وكړي، تر څو يې په سيمو كې د بيارغونې چارې پيل او ستونزې يې راكمې شي.

ګرشک د هلمند په ناامنو سيمو کې راځي او د هرات_کندهار لويه لاره هم له دې ولسوالۍ تېره شوې ده.

Related Topics