Language

د چپرهار  د ولسوال دوه ساتونکي ووژل شول

جلال اباد (پژواک ١١ غبرګولى ٩٢): د ننګرهار د چپرهار د ولسوال دوه ساتونکي په يوه وسله وال بريد کې ووژل شول.

د چپرهار ولسوال محمدصديق د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ده دوه ساتونکي، چې له خپلو کورونو دندې ته پر لاره وو، نن سهار شپږ بجې د سرې کلا په چوک کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې ووژل شول.

د نوموړي په وينا، چې بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي، خو په سيمه کې يې پلټنې روانې دي.

د اظهار په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، څو وسله والو، چې په تور رنګ کرولا موټر کې سپاره وو، د سرې کلا په سيمه کې دوه تنه له موټره راکښته کړل او ځاى پر ځاى يې پر ډزو ووژل.

نوموړى وايي، چې ياد وسله وال له بريد وروسته وتښتېدل.

د يادې پېښې په اړه د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

ياده دې وي، تېره ورځ هم يو سرحدي پوليس د تورخم-جلال اباد پر لويه لار د وسله والو له لوري له موټره ښکته شوى او وژل شوى دى.

 

Related Topics