جلال اباد (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٢): په ننګرهار کې لسګونو معلولينو د سره صليب پر سمه ييز دفتر بريد په کلکه وغانده او له سره صليب څخه يې وغوښتل، چې خپل فعاليتونه بېرته پيل کړي.
دوى نن (د غبرګولي ١٢مه) د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې يو سوله ييز لاريون ترسره کړ، چې په کې يې د سره صليب پر دفتر د شوي ځانمرګي بريد غندنه وکړه، معلولينو په يوه خوله د افغانستان پر دښمنانو او پاکستان د مرګ شعارونه ورکول.
د معلولينو د اتحاديې مشر مسعود ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې د سره صليب اداره په ټوله نړۍ کې يوه بې طرفه اداره ده، د هر چا لپاره کار کوي، نو په کار ده د دولت تر څنګ يې مخالفين هم ساتنه وکړي او له هغوى سره هر اړخيزه مرسته وکړي.
دى وايي: ((دا د افغانستان د دښمنانو کار دى، دوى غواړي چې دلته له چا سره مرستې ونه شي ځکه يې دا کار کړى دى.))
نوموړي پر پاکستان د مرګ شعارونه ورکړل او زياته يې کړه، چې د سره صليب ادارې په ډېرو برخو کې له دوى سره همکاري کړې ده.
معلول اجر خان پژواک ته وويل، چې د سره صليب اداره له وسله والو، دولت او عامو خلکو ټولو سره مرسته کوي، په کار ده، چې د سره صليب اداره بېرته خپل فعاليتونه شروع کړي.
اجر خان زياتوي، که چېرې د سره صليب ادارې فعاليتونه درېدلي پاتې شي نو يواځې دا نه چې ولس ته به يې تاوان ورسيږي، بلکې وسله والو او دولت ته يې هم دروند زيان اوړي.
دغه سوله ييز لاريون يو ساعت دوام وکړ، په پاى کې يې پرېکړه ليک صادر کړ، چې په کې د سره صليب له نړيوالې کمېټې سره ملاتړ او غمرازي څرګنده کړې وه.
دوى ياد بريد په سره صليب نه بلکې د معلولينو او ټولو هېوادوالو پر کورونو بريد وباله او له دولته يې غوښتنه وکړه، چې د يادې ادارې د بيا فعالېدو په برخه کې دې د سره صليب له مرکزي دفتر سره خبره وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وسله الو طالبانو هم پر سره صليب ترسره شوى بريد په کلکه وغانده.