جلال اباد (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، چې د نورستان ولايت د کامدېش ولسوالۍ په نښته کې ٣٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو وسله وال طالبان بيا خپل تلفات نه مني.
د نورستان والي تميم نورستاني د غبرګولي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام شپه شپږ بجې د کامدېش ولسوالۍ د ګوردېش په دان پتيګل سيمه کې د ملي پوليسو پر دوو پوستو د وسله والو مخالفينو له لوري بريدونه وشول، چې د شپې تر نهه نيمو بجو يې دوام وکړ.
نورستانى وايي، چې په بريد کې ١٣ وسله وال وژل شوي او ٢٤ نور ټپيان دي.
دى زياتوي، چې په دې نښته کې څلور پوليس هم وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د نورستان سرپرست امنيه قوماندان غلام فاروق پژواک ته وويل، چې ياد شوي ډېرى وسله وال د پاکستان له خاورې را اوښتي وو.
نوموړى زياتوي، چې د يو شمېر وژل شوو وسله والو جسدونه د جګړې په ځاى کې پاتې دي. د ده په خبره چې په نښته کې يواځې دوه پوستې ويجاړې شوې دي.
هغه وايي: ((وسله والو مخالفينو ډېره قوي ماته خوړلې ده او په تېښته بريالي شوي دي.))
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د نورستان د کامدېش په ګوردېش سيمه کې يې تېره شپه له دولت سره نښته کړې، چې دوه پوستې يې نيولې او اته پوليس يې وژلي دي.
احمدي زياتوي، چې په نښته کې يو شمېر وسلې هم د دوى لاسته ورغلې، خو د خپلو تلفاتو په اړه څه نه وايي.