Language

“طالبان دې نور له جګړې لاس واخلي”

غزني (پژواک ۱۳ غبرګولی ۹۲): د غزني ولايت د څلورو ولسواليو قومي مشران له وسله والو طالبانو غواړي له جګړې لاس واخلي او سوله دې وکړي.

د قره باغ، اندړو، ده يک او مقر ولسواليو د خلکو په استازيتوب شاوخوا اتيا تنه مخورو او سپين ږيرو، چې نن د غزني ښار ته راغلي وو وايي، چې نور له جګړې او ناامنۍ په تنګ او ستړي شوي دي.

د قره باغ يوه قومي مشر خان محمد وايي، چې په تېره لس ګلنه جګړه کې طالبانو هيڅ لاسته راوړنه نه لرله.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې جګړه کې ټول زيان افغانانو ته ورسېد، ټولنيز او اقتصادي بنسټونه يې ونړېدل او پرمختګ په ټپه ولاړ دى.

هغه زياتوي، چې طالبانو په دې جګړه کې د ملکي خلکو ژوند ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې، جګړه يې د کليو په منځ کې کړې، ماين يې د کلي په منځ کې اېښى او ځان يې په خلکو کې پټ کړى دى.

د اندړو ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي خداينور وايي، چې طالبان دې د عامو خلکو له ځورونې لاس واخلي او ارام ژوند ته يې دې پرېږدي.

د ده په خبره، هره سيمه د طالبانو موجوديت نارامه کړې، هر ځاى چې وسله وال دي هلته وېره او د جګړې خطر دى.

دى وايي، طالبان اوس د جګړې لپاره هيڅ دليل نه لري، په هغو سيمو کې چې هيڅ بهرنيان نشته هغوى بيا هم نا امني جوړوي، عام خلک له دولت سره د اړيکو په تور نيسي، وېره خپروي او دغه حالت ټولنيز پرمختګ په ټپه درولى دى.

د مقر بل قومي مشر حاجي دلدار خان هم وايي، چې طالبان دې نور د خپلو افغانانو له ځورونې لاس واخلي، پر افغان ځواکونو دې بريدونه ودروي که نه ولس به يې پر خلاف ودرېږي.

ولايت ته راغلو ټولو قومي مشرانو له دولته غوښتنه وکړه، چې د سولې پروسه دې ګړندۍ کړي، له وسله والو سره دې خبرې پيل کړي او دغه راز د سيمه ييزو پوليسو شمېر دې زيات کړي او ښه روزنه دې ورکړي.

د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي هم د دغو قومي مشرانو غوښتنې او ستونزې پر ځاى بولي او دا مني، چې خلک نور له وسله والو په تنګ راغلي او زغم يې پاى ته رسېدلى دى.

د احمدي په وينا، وسله والو په لوى لاس خلکو ته ستونزې پيدا کړې د لرې سيمو خلک ځوروي، د کليو او کروندو له منځه جګړه کوي، چې په کې ډېر زيان عام ولس ته اوړي.

هغه له وسله والو وغوښتل، چې نور له جګړې لاس واخلي او له خلکو سره په ګډه او امن کې ژوند وکړي.

په غزني کې د سولې دفتر مشر حاجي فضل احمد وايي، چې همدا اوس له لسګونو وسله والو سره په تماس کې دى، چې غواړي له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.

نوموړي پژواک ته وويل، طالبان د سولې په اړه د خبرو واک نه لري، واک يې د پاکستان د حکومت په لاس کې دى.

د سولې شورا د چارواکو په وينا، په تېرو کلونو کې په غزني کې ۴۳ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يوځای شوي دي.

Related Topics