جلال اباد (پژواک١٣غبرګولى٩٢): د لغمان امنيتي مسوولين وايي، چې په اليشنګ کې د ماين په چاودنه کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ماين د وسله مخالفينو له لوري د اليشنګ په قلعه نجيل سيمه کې ځاى په ځاى شوى و، چې له امله يې نن عامو وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
ياده دې وي، چې نن سهار د لغمان مرکز اړوند د حکيم اباد خوړ ته نږدې د سړک غاړې ماين چاودنې هم د يوې کورنۍ اووه غړي ووژل.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند هاتفي دغه راز په ننګرهار کې د عملياتو په ترڅ کې د څلورو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
ده زياته کړه، ياد کسان تېره ورځ د ننګرهار په مهمندرې ولسوالۍ کې د ملي اردو د تصفيوي عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
ده زياته کړه، په عملياتو کې يې يو تن له پنځه فيره د راکټ مرميو سره هم نيولى دى.
له بلې خوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال، نن پژواک اژانس ته وويل چې نن يې په روداتو ولسوالۍ کې هغه درې تنه، چې د وسله والو مخالفينو لپاره يې عشر ټولاوه، نيولي دي.
ده زياته کړه، يادو کسانو په روداتو کې له يو شمېر کورنيو څخه عشر هم راټول کړى و، چې د امنيه قوماندانۍ له لوري له سراچه ډوله موتر سره يوځاى نيول شوي دي.
د ده په خبره، تورنو کسانو پخوا هم د وسله والو مخالفينو لپاره عشر ټول کړى دى او دا ځل لاس په لاس ونيول شول.
وسله والو طالبانو د يادو درې واړو پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP