جلال اباد (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٢): د مدني ټولنو يو شمېر فعالان وايي، چې په ښوونيزو ادارو کې دې د سولې په نوم مضمون ور زيات شي.
دا خبره د هغه کنفرانس موضوع وه، چې نن (د غبرګولي ١٤مه) د مدني ټولنو د لسګونه استازو سربېره په کې د ننګرهار پوهنتون استادانو او محصلينو هم برخه اخيستې وه.
د مدني ټولنو د پراختيا ادارې مشر ډاکتر امان الله اسحاقزي پژواک ته وويل، چې له دغه کنفرانس څخه يې موخه په افغاني ټولنه کې د سولې راوستل دي.
دى وايي، چې په افغاني ټولنه کې له هر څه وړاندې سولې ته اړتيا ده او په کار ده چې په دې برخه کې مدني ټولنې، ځوانان او نور روڼ اندي چټک ګامونه پورته کړي.
د ده په خبره، دولت بايد له هر څه وړاندې سوله رامنځته کړي او هم دې ځوان کهول ته د دې پر ځاى چې جګړه يې په ذهن کې ښکته پورته شي، د سولې درس ورکړي.
اسحاقزي زياته کړه: ((حربي پوهنځى شته، نور د جګړې لپاره ځايونه جوړ شوي، مګر د سولې لپاره هېڅ مکتب نشته.))
د کنفرانس يو بل ګډونوال او د ننګرهار پوهنتون استاد پوهندوى محمد ابراهيم همکار پژواک ته وويل، که چېرې افغان دولت غواړي سوله رامنځته کړي نو بايد د سولې د عالي شورا لپاره چې کوم ميکانيزم د کاغذ پر مخ جوړ شوى هماغه عملي کړي.
استاد همکار وايي، چې د ٢٠١٤ کال په را رسېدو سره افغانان اندېښمن دي نو په دغه وخت کې سولې ته سخته اړتيا ليدل کېږي.
د ننګرهار پوهنتون يو بل استاد پوهنيار عبداللطيف مل شينوارى وايي، چې د لوړو زده کړو وزارت او يا هم د پوهنې وزارت دې د سولې په اړه يو مضمون په نصاب کې شامل کړي.
دى وايي، چې بايد ټولو ځوانانو ته د سولې په اړه درس ورکړل شي او هغوى دې د سولې په ګټو او اهميت باندې وپوهول شي.
ياده دې وي چې ورته کنفرانسونه د هېواد د مرکز سربېره په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم په لاره اچول شوي دي.