Language

جلال اباد (پژواک١٤غبرګولى٩٢): د لغمان د استيناف محکمې نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

 د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولايت د استيناف محکمې ودانۍ د څه باندې شل ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه کال په موده کې جوړه شوې ده.

 د والي وياند وايي، د دغې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې د لغمان له والي ډاکټر فضل الله مجددي سربېره، د يادې محکمې رييس، د امريکا سفارت استازو او يو شمېر ولايتي چارواکو برخه اخيستې وه.

 فضل الله مجددي وايي، د يادې ودانۍ جوړېدل د نورو ټولګټو پروژو ترڅنګ يوه ستره او مهمه پروژه ده، چې د قاضيانو ستونزه به ورسره هواره شي.

 والي زياتوي ، دغه ودانۍ، چې په ٨٠٠ متره مربع ساحه کې په پاخه او اساسي ډول په دوه پوړه کې جوړه شوې ده،  ١٦ خونې او نورې اسانتياوې هم لري.

 د لغمان د والي په خبره، د ودانۍ ترڅنګ د ٤٠٠ متره مربع په ساحه کې يو تالار، چې علني محکمې به په کې کېږي، هم جوړ شوى دى.

 د يادې ودانۍ ټول مالي لګښت په لغمان کې د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) له خوا ورکړل شوى دى.

 

Related Topics