Language

په جلال اباد ښار کې اور لګېدنې لسګونه دوکانونه وسوځول

دويم تعقيب:جلال اباد (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٢) : په جلال اباد ښار کې د چاودنې او اورلګېدو له امله لسګونه دوکانونه  او په سلګونو چرګوړي وسوځېدل او يو تن ټپي شو .

 دغه اور لګېدنه نن غرمه ١٢:٠٠ بجې د اطلاعاتو او کولتور رياست او ميا اسلم مارکېټ په منځ کې د جلال اباد لومړۍ ناحيې اړونده سيمه کې رامنځته شوه.

د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنيف ګردېوال د پېښې په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ په يوه دوکان کې د ګاز يوه ډبه چاودېدلې او وروسته د اورلګېدو لامل  شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پـېښه کې د سبزۍ او  ګازو په لسګونه دوکانونه سوځېدلي دي.

خو ګرديوال وويل، چې په دې پېښه کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى، يواځې يوتن ټپي شوي، چې د درملنې لپاره جلال اباد روغتون ته وړل شوى دى.

په دغه پېښه کې د چرګوړو لس دوکانونه او ٤٠٠ زيات چرګوړي هم سوځېدلي دي.

 د عبدالله په نامه يوه دوکانداروويل: (( يواځې ما په دوکان کې سل چرګوړي درلودل، ما هڅه کوله چې د اورلګېدو په وخت کې د دوکان پنجرې خلاصه کړم ،چې چرګوړي وتښتي ، خو وخت راسره ياري ونکړه او ټول يې کباب شول.))

له بلې خوا د ګازپلورلو دوکانداران وايي، چې نشه يانو د ميا اسلم مارکېټ په شا کې ، چې نشه يي توکي  استعمالوي، د اورلګېدو يوه پلته د ګازو يوه دوکان ته ګوزار کړې ، چې د ګازو د ډبې د چاودنې او اورلګېدو لامل شوې.

د اوښتو زيانونو په دوکانداران ادعا کوي، چې ورته په ټوليزه ټوګه درې ميليونه افغانۍ زيان اوښتي او دولت بايد ورسره مرسته وکړي.

د ياودنې ده ، چې تېر کال په همدې مياشت کې د جلال اباد ښار څلورمې حوزې اړونده سلطانزي مارکېټ ته څېرمه په يوه بل مارکېټ کې هم د اورلګېدو له امله لسګونه دوکانونه سوځېدلي و.

 

 

 

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.