جلال اباد (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٢): د ختيځو ولايتونو څه د پاسه ٨٠٠ زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين د غبرګولي په ١٩مه په رسمي ډول پيل شو.
دغه کمپاين په جلال اباد ښار کې د ننګرهار د مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال له خوا د يو ماشوم په خوله کې د څاڅکو په اچولو سره پيل شو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ځل به په ټوله ختيځه حوزه کې د ٦٠٠٠ رضاکارانو له لوري له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسين ورکړل شي.
د شېرزاد په خبره، په دغه کمپاين کې به د ختيځو ولايتونو په کچه اته سوه او شپېته زره هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي، واکسين شي.
ډاکټر بازمحمد شېرزاد زياتوي، چې په تېر کال کې يوه مثبته پېښه په ننګرهار کې او يوه په کونړ ولايت کې ليدل شوې، چې لامل ګاونډي هېواد پاکستان ته د خلکو تګ راتګ دى.
د عامې روغتيا رييس پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې په دغه کمپاين کې له دوى سره مرسته وکړي او پراخه ونډه په کې واخلي.
بازمحمد وويل: ((يواځې موږ د کونړ په مرورې ولسوالۍ، پېچ درې او د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د واکسين ستونزه لرو، خو د سيمې له مشرانو سره خبرې روانې دي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل عبدالقهار لودين هم پر ټولو هېواد والو غږ کوي، چې د پوليو پر ضد د واکسين په کمپاين کې دې د عامې روغتيا له رضا کارانو سره مرسته وکړي، تر څو يې ماشومان له راتلونکي خطرونو خوندي وي.
د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني پژواک ته وويل، چې په ټولو لرو پرتو ولسواليو کې يې خپلو ښځينه شوراګانو ته امر کړى چې د واکسين په تطبيق کې دې له رضا کارانو سره مرسته وکړي.
نوموړې وايي: ((ډېرى رضاکاران زموږ د شوراګانو غړي دي خو بيا هم موږ هڅې کوو.))
عمراني پر نورو هېوادوالو هم غږ کوي چې د واکسين پر تطبيق کې دې له رضا کارنو سره مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP