Language

جنرال رازق: د کلات او عينو مېنې د ځانمرګو پلان کوونکي ووژل شول

کندهار ښار (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٢): د کندهار امنيتي مسوولين وايي، چې د وسله والو طالبانو هغه پنځه کسيزه ډله يې له منځه وړې، چې د کلات او عينو مينې ځانمرګي بريدونه يې پلان کړي وو.

د روان لمريز کال د غويي په ٢٧مه د کندهار ښار په عينو مېنه کې ځانمرګي بريد ٩ تنه ووژل او تر ٧٠ زيات يې ټپيان کړل ، چې ډېرى يې ملکي وګړي وو.

دغه راز تېره ورځ د زابل په مرکز کلات ښار کې پر ولايتي شورا ځانمرګى بريد وشو ، چې په پايله کې يې شپږ بريدګر ووژل شول او د دوو وکيلانو په ګډون ٢٠ تنه ټپيان شول.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، چې دوى د عينو مېنې په بريد کې د لاس لرلو په تور ځينې کسان ونيول او يو شمېر نور يې په تېښته بريالي شوي وو.

هغه زياته کړه، چې دوى د دغو کسانو په لټه کې وو او پرون يې د زابل د شهر صفا او د کندهار د ارغستان ولسواليو تر منځ په چغني سيمه کې د استخباراتي راپورونو له مخې پيدا کړل.

د نوموړي په وينا، ياده ډله چې پنځه کسان وو د خپل سرګروپ په ګډون ټول د پوليسو له خوا ووژل شول.

د کندهار امنيه قوماندان وايي، چې دغو کسانو د عينو مينې د ځانمرګي بريد په ګډون د زابل د پروني بريد په پلانېدو کې هم لاس درلود.

جنرال رازق وويل، چې هغوى پرون د زابل تر بريد وروسته هڅه کوله، چې بېرته د پاکستان خاورې ته واوړي، خو د پوليسو له خوا يې مخه ونيول شوه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics