غزني (پژواک ۲۱ غبرګولی ۹۲): امنيتي چارواکي وايي، د غزني د مرکز اړوند د کابل _کندهار پر لويه لار د نښتې پر مهال څلور طالبان، څلور پوليس او دوه چلوونکي وژل شوي دي.
د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي د غبرګولي په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن غرمه د مرکز اړوند په اسفنده کلي کې پر يوه اکمالاتي کاروان وسله والو طالبانو بريد وکړ.
هغه زياته کړه، چې له بريد وروسته د عامه ساتنې د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته شوې چې په پايله کې يې د طالبانو درې مړي او وسلې په سيمه کې پاتې دي او يو بل وژل شوى طالب وسله والو له ځان سره وړى دى.
انصافي زياتوي، چې په دې پېښه کې د عامه ساتنې څلور پوليس او د کاروان د موټرو دوه چلوونکي هم وژل شوي دي.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت هم وايي، چې روغتون ته څلور مړي ور وړل شوي، چې درې طالبان او يو پوليس دى.
طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
د اسفنده کلى د غزني ښار سوېل ته د کابل-کندهار د لويې لارې پر سره په اته کيلومتره لرې پروت دى او دا هغه سيمه ده چې وخت ناوخت وسله وال پر اکمالاتي کاروانونو بريدونه ترسره کوي..