مزار شريف (پژواک، ٢١غبرګولى٩٢): په سرپل ښار کې سلګونو لاريون کوونکو يو ډاکټر له يوې قابلې سره په زنا تورن کړ او د هغه د علني محاکمې غوښتنې يې وکړه.
د لاريون کوونکو له ډلې د سيف الدين په نوم يو تن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد شوي ډاکټر د سرپل په نوي ښار کې نن په خپل شخصي درملتون کې له يوې قابلې سره زنا کړې ده .
ده په دې اړه د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل ، د لاريون کوونکو غوښتنه دا ده ، چې ياد شوى ډاکټر د قانون منګولو ته وسپاري او په علني ډول يې محاکمه کړي.
د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج وويل ، چې پوليسو د امنيتي ملحوظاتو له مخې د لاريون پر مهال هوايي ډزې وکړې او د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه يې پر لاريون کوونکو د اطفايې د موټر په وسيله اوبه وشيندلې .
دى وايي، چې د لاريون کوونکو له خوا تورن ډاکټر له پوليسو سره دى او دغه موضوع به د څېړنو لپاره څارنوالۍ ته راجع کړي.